د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

دوحې درېیمه ناسته؛ بینېټ په دې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدنې ټولنې د غړو او د افغان ښځو پر ګډون ټینګار کړی دي.

په داسې حال کې چې د دوحې درېیمې ناستې ته یوازې دوه ورځې پاتې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په یوه مقاله کې چې نیویارک ټایمز خپره کړې، په دې ناسته کې د مدنې ټولنې د استازو او د افغان ښځو په ارزښتناکه ګډون ټینګار کړی دی.

بینېټ د جمعې په ورځ په خپل ایکسپاڼه لیکلي، په دې مقاله کې یې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه او ترې وروسته باید په افغانستان کې په بشري وضعیت تمرکز وشي.

د دوحې درېیمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰مه د طالبانو د استازو په برخې اخیستنې پیل شي.

ملګري ملتونو ویلي، دا ناسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د رسمیت پېژندلو او د دوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو لپاره نه جوړېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون د جون په ۲۷مه په یو خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې د افغان ښځو او بشري حقونو له فعالانو سره به لیده کاته وشي.

نوموړي وویل: "دا غونډه په افغانستان کې د حاکمو مقاماتو(طالبانو) د رسمیت پېژندلو او د دوی حاکمیت ته د مشروعیت ورکولو لپاره نه ده، لکه څنګه چې روزمري ډیکارلو او نورو په ډېر څرګند ډول وضاحت ورکړی د ښځو د بشري حقونو ډلې د افغانستان لپاره د ټولو هېوادونو د استازو سره به لیده کاته وکړي دا بین‌الافغاني خبرې اترې نه دي."

ملګرو ملتونو د جون په ۲۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوحې له غونډې یوه ورځ وروسته به د دغه سازمان مرستیال او دغه راز په افغانستان کې د یوناما مشره د مدني ټولنې له استازو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره په یوه جلا ناسته کې خبرې وکړي.

خو له دې وړاندې د روانې جون میاشتې په ۲۱مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړوند مسئلو خبرې ونه‌شي، چې د بیلابیلو لوریو غبرګونونه یې راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشره روزا اوتنبایووا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشره روزا اوتنبایووا

تازه د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدربار وايي، ملګري ملتونه طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون لپاره سوال او زارۍ کوي خو افغان مېرمنې له پامه غورځوي.

اغلې بار ازادي راډيو ته وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان مېرمنو نه ګډون د دې په ټکو شرموونکې او له زیان ډکه پرېکړه ده.

هغې وویل: "د ملګرو ملتونو دا پرېکړه چې د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې اوونې په پیل کې د ښځو او بشري حقونو له موضوع پرته ترسره کوي او افغان مېرمنو ته یې د ګډون کوونکو په توګه بلنه نه ده ورکړې شرموونکې او ډېره له زیان ډکه پرېکړه ده چې د افغانستان لپاره او دغه راز په نړیواله کچه به خورا ناوړه پایلې ولري. په افغانستان کې به دا پرېکړه پر ملګرو ملتونو د افغانانو او د افغان مدني ټولنو باور له منځه یوسي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار

له دې وړاندې د بشري حقونو ګڼو نورو نړیوالو سازمانونو او د افغان مېرمنو د حقونو فعالانو هم د ملګرو ملتونو په دې پرېکړه تند غبرګونونه ښودلي دي.

تازه د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو یوې ډلې ملګرو ملتونو ته درې ورځې وخت ورکړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان ښځو د ګډون په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.

د ښځو، سولې او امنیت کاري ډله وايي، د افغان ښځو او نجونو حقونه د مذاکرې وړ نه دي.

د ښځو، سولې او امنیت غیر دولتي کاري ډله له ۱۸ نړیوالو سازمانونو څخه جوړه ده او په ملګرو ملتونو او نړۍ کې فعالیت کوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون میاشتې په ۳۰ مه جوړه شي.

دا د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په قطر کې د افغانستان په اړه درېیمه، خو د طالبانو په ګډون لومړی ناسته ده چې د ۲۵ هېوادونو استازي به په کې ګډون ولري.

په مخکېنیو دوو غونډو کې طالبانو ګډون نه و کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG