د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

طالب ضد څېرو د مخالفانو د غونډې پای؛ د دوحې غونډه یې یو اړخیزه او د طالبانو په فرمایش بللې


په ویانا کې د طالب ضد څېرو د غونډې یو انځور
په ویانا کې د طالب ضد څېرو د غونډې یو انځور

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو څلورمه غونډه نن پای ته ورسېده.

د ویانا د څلورمې غونډې ګډونوالو نن چهارشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوحې پر راتلونکې غونډې نیوکه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې دې برخه کې مسوولانه چلند وکړي.

په اعلامیه کې د دوحې غونډه چې ټاکل شوې نژدې یوه اوونۍ وروسته جوړه شي، یو اړخیزه او د طالبانو په فرمایش بللې ده.

وړاندې راغلي، د دوحې د غونډې له اجندا معلومېږي چې ملګري ملتونه دغې غونډه کې له خپل ماموریته په شا شوي او ټینګار شوي چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د افغانستان د خلکو د استازو په توګه خبرې ونه کړي.

د غونډې ګډونوالې او په مشرانو جرګه کې د افغان هندوانو او سېکانو پخوانۍ سناتورې انارکلي هنریار هم د دوحې غونډې ته اشاره درلوده.

د ویانا د غونډې ګډونواله او د تېر نظام په مشرانو جرګه کې د افغان هندوانو او سېکانو پخوانۍ غړې انارکلي هنریار
د ویانا د غونډې ګډونواله او د تېر نظام په مشرانو جرګه کې د افغان هندوانو او سېکانو پخوانۍ غړې انارکلي هنریار

هغه وايي: "دغه غونډه ملګرو ملتونو ترتیب کړې او دغه سازمان باید په هره غونډه کې چې جوړوي یې د ښځو، مدني ټولنې، سیاسي جریانونو او ولسي خلکو ګډون په پام کې ونیسي، ځکه د افغانستان د حل یوازینۍ لاره خبرې اترې دي."

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشر احمد مسعود غونډې ته وویل، هدف یې د یوې تګلارې یا نقشې جوړول و چې په وسیله یې افغانستان د ده په ټکو له اوسني ناورینه وباسي.

مسعود وویل، افغانستان اوس د نړیوالو له پامه غورځېدلی او په خبره یې، خپله د افغانانو مسوولیت دی چې هېواد له اوسني حالته وباسي.

د ویانا د غونډې ګډونوالو په ټوله کې له طالبانو سره په خبرو ټینګار وکړ، خو یو شمېر نورو بیا پر پوځي غوراوي هم بحث درلود.

د غونډې یوه ګډونوال محمد محقق وویل: "د دې وخت رارسېدلی چې دوی (طالبان) د سولې او حق غږ ته ځواب ووایي. مونږ درې کاله انتظار وکړ چې دوی د نړۍ او هېوادونو غږ واوري، خو ځواب یې ورنه کړ."

د ویانا د غونډې ګډونوال محمد محقق
د ویانا د غونډې ګډونوال محمد محقق

ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت تراوسه د ویانا په تازه غونډې تبصره نه ده کړې.

طالبانو وړاندې تردې د ویانا غونډه بې ګټې بللې او ویلې یې دي، ګډونوال یې د دوی په ټکو ازمایل شوې څېرې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي هم تلویحاً د ویانا غونډې ته اشاره درلوده او د غونډې ګډونوال یې (سرګردانه ټولی) بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG