د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

افغانستان

اتریش کې یو افغان پناه غوښتونکی د ۳ ښځو د وژنې په تور نیول شوی

د اتریش یو شمېر پولیس - ارشیف
د اتریش یو شمېر پولیس - ارشیف

د اتریش د پلازمېنې ویانا پولیسو پرون د درېیو ښځو د وژنې په تړاو د یوه افغان پناه غوښتونکي د نیولو خبر ورکړ.

دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې یوه کس په دانیوب سیند کې د وینو څاڅکي ولیدل او پولیسو ته یې خبر ورکړ او پولیسو تر پلټنې وروسته د سیمې په یوه بدنام نایټ کلب کې د درېیو ښځو مړي وموندل.

د ویانا د پولیسو ویاند فلیپ هاسلینګر پرون اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته وویل، د درېیو ښځو پر بدن د چړې په ذریعه ټپونه ښکارېدل او سم د لاسه جنايي څېړنې پیل شوې.

پولیسو هلته څلورمه ښځه هم پیدا کړې او له هغې د عیني شاهدې په توګه څېړنې شوې دي.

د هاسلینګر په وینا، د پېښې ځای ته څېرمه یو ۲۷ کلن سړی چې چاړه ورسره وه ونیول شو چې د پولیسو په وینا مشکوک سړی افغان پناه غوښتونکی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په دوحه کې د دې هېواد استازیتوب کوي

 د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی به د دوحې په کنفرانس کې د دغه هېواد استازیتوب وکړي.

ډیپلوماتیکو سرچینو پرون د پنجشنبې جیو نیوز تلوېزیون ته وویل، پاکستان پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې په درېیم کنفرانس کې ګډون وکړي.

د دې میاشتې په پیل کې، طالب چارواکو هم د دوحې د خبرو په درییم پړاو کې، چې ټاکل شوې د جون په ۳۰مه پیل شي، خپل ګډون تایید کړ.

سرچينې زياته کړې چې په دې خبرو کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړى استازى اصف درانى او په بهرنيو چارو وزارت کې د لوېديځې اسيا لپاره د بهرنيو چارو وزارت مرستيال احمد نسيم وړایچ د پاکستان استازيتوب وکړي.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وايي، نن د سرطان ۸مه نېټه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.

د هوا پېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سالنګونو په شمول په پروان، بغلان، کابل، بدخشان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، سمنګان، میدان وردګ، پکتیا، بامیان او لوګر ولایتونو کې د بادونو، باران او سېلابونو احتمال شته.

د خبرپاڼې پر اساس، د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو او دغه راز د بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو برخو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره پورې اټکل شوې ده.

د چهارشنبې په ورځ د باراوانو او ورپسې د سېلابونو د جاري کېدو له کبله د بامیان ولایت په ورس، پنجاب، اول نمبر یکاولنګ او کهمرد ولسوالیو کې لږترلږه ۱۹ تنه مړه او ۱۰ تر پرون ناوخته پورې د ۹ تنو مړ ژوندی نه و موندل شوی.

په بدخشان کې بیا سیلونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۲،۶ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ

Australian flag flutters in front of the Great Hall of the People in Beijing
Australian flag flutters in front of the Great Hall of the People in Beijing

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې یا اوچا پرون له افغانستان سره د اسټرالیا د ۲،۶ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ.

اوچا وويل، دا پيسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.

اوچا پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې له افغانستان سره د اسټرالیا د دې مرستې مننه کوي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره تر اوسه پورې څه باندې ۷۴ میلیون اسټرالیايي ډالره مرسته کړې ده.

دغه صندوق په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې تاسیس شو او د ملګرو ملتو په وینا له هغه وخت راهیسې یې تر یو میلیارد ډالرو زیاتې مرستې ترلاسه کړي دي.

تر دې مخکې اوچا اعلان کړی و چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق تېر کال ۸۱،۶ میلیون ډالره مالي مرسته ترلاسه کړې وه.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې نژدې ۲۵ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د هرات د زلزله ځپلو د ښوونځیو په بیارغونه او پاکو اوبو رسولو برخو کې مرسته کېږي

تېر کال په هرات کې پرله‌پسې زلزلو په سلګونه کسان مړه او په زرګونه نور بې کوره کړل.
تېر کال په هرات کې پرله‌پسې زلزلو په سلګونه کسان مړه او په زرګونه نور بې کوره کړل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس لیکي، د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق په هرات کې د زلزله ځپلو ښوونځیو په بیا رغونه او د دې ولایت خلکو ته د پاکو اوبو رسولو په برخو کې مرستې کوي.

دا خبرې نن د جون ۲۷مه د هرات والي نور احمد اسلام جار او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر ډاکتر تاج الدین اویوالي ترمنځ شوي دي.

د اژانس په ټکو، اسلام جار د ماشومانو د ملاتړ صندوق له هغوو مرستو هم مننه کړې چې د کهسان ولسوالی خلکو ته د پاکو اوبو خدمتونه برابر کړي.

تېر کال په هرات کې پرله‌پسې زلزلو په سلګونه کسان مړه او په زرګونه نور بې کوره کړل.

دې زلزلې د کورونو سربېره ډېر شمېر ښوونځي هم ویجاړ کړي وو.

طالبانو په کندهار کې د سرپوزې له زندانه تښتېدونکي درې بندیان نیولي

د کندهار ښار یوه څنډه
د کندهار ښار یوه څنډه

د طالبانو په کنټرول کې د کندهار ولایت د سرپوزې زندان چارواکي وايي، هغه درې بندیان يې نیولي چې غوښتل يې له دې زندانه وتښتي.

دې زندان نن د جون۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دې بندیانونو څېړنې روانې دي.

د راپورونو پر بنسټ، دا کسان د قلمي وسلو او نشه‌يي مواد د لېږد په تور زنداني شوي دي.

د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره دا لومړی ځل دی چې له یوه زندانه د تېښتې هڅه کېږي.

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تالندې برښنا او اورښتونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د بارانونو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د بارانونو یو انځور

د هواپېژندنې ریاست وايي، نن او سبا د سالنګونو په ګډون په نورستان، پنجشېر، پروان، بدخشان، تخار، سمنګان، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا او میدان وردګ کې د تالندې برښنا او اورښتونو اټکل شوی چې اندازه به یې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مټرو پورې وي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه اطلاعیه کې ویلي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېرو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شته، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

طالبانو په کونړ کې یوه ښځه او یو نارینه په دُرو ووهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه د "نامشروع اړیکو" په تور په ۳۹- ۳۹ دُرو ووهل شول.

دغې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تعزیري سزا دغه پرېکړه د سترې محکمې له‌خوا تایید او بیا تطبیق شوې ده.

تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته د تعزیري سزاګانو ورکولو خبرونه ورکړل شوي دي.

د بشري حقونو د ملاتړ ډلو د دغه ډول سزاګانو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

کرکټ نړیوال جام؛ سویلي افریقا افغانستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته

افغان لوبغاړی فضل حق د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړی فضل حق د لوبې پر مهال

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې سویلي افریقا د ۹ وېکټو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی چې سویلي افریقا د شل اوریزو سیالیو پایلوبې ته رسېږي.

یاده سیالي چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې افغانستان وګټله او توپوهنه یې انتخاب کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره په ۱۱.۵ اورونو کې ۵۶ مندې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې یوازې عظمت‌الله عمرزي ۱۰ منډې وکړې، نور ټول توپوهونکي یې تر لسو په کمو منډو وسوځېدل.

د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې مارکو یانسن او تبریز شمسي ۳ـ۳ لوبغاړي، نارکیا او رباډا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سویلي افریقا لوبډلې ورکړل شوی هدف د یوه لوبغاړي تر سوځېدو وروسته په ۸.۵ اورونو کې پوره کړ او پایلوبې ته ورسېدل.

تر یادې سیالۍ وروسته په نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې سفر هم بشپړ شو.

ټاکل شوې چې نن سه شنبه به دویمه نیمه پایلوبه د هندوستان او انګلستان ترمنځ د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پيل شي.

د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د جون په ۲۹مه نېټه له سويلي افریقا سره پایلوبه ولوبوي.

امیري په افغانستان کې د شخړو پای ته رسېدو لپاره د بشري حقونو پر موضوع ټینګار وکړ

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، تر هغو چې د بشري حقونو موضوع د افغانستان په اړه د راتلونکو غونډو اجنډا ونه ګرځي، شخړې پای ته نه رسېږي.

مېرمن امیري دا خبره تېره شپه ناوخته چهارشنبه د سرطان ۶مه په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د شکنجې له قربانیانو څخه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده.

هر کال د جون ۲۶مه د شکنجې له قربانیانو څخه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

هغې زیاته کړه چې د اوسني رژیم په ګډون په تېرو پنځلسو کلونو کې بې شمېره افغانان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې واک ته له رسېدو وروسته په عام محضر کې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په دورو وهلي دي.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان سویلي افریقا ته د ۵۷ منډو هدف ورکړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې او افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ هم پای ته ورسوله.

د دې سیالۍ پچه چې افغان لوبډلې ګټلې وه د توپوهنې تر انتخاب وروسته یې په ۵۶ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

په افغان توپوهونکو کې یوازې عظمت‌الله عمرزي ۱۰ منډې وکړې، نور ټول توپوهونکي یې تر لسو په کمو منډو وسوځېدل.

د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې مارکو یانسن او تبریز شمسي ۳ـ۳ لوبغاړي، نارکیا او رباډا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG