د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د اتریش پولیس: د ۳ ښځو په وژلو تورن افغان پر خپل جرم اعتراف کړی


د اتریش یو شمېر پولیس ځواکونه - ارشیف
د اتریش یو شمېر پولیس ځواکونه - ارشیف

د اتریش پولیسو ویلي د درېیو ښځو په وژنې تورن افغان پناه غوښتونکي په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی.

د ویانا د پولیسو په یوه اعلامیه کې یکشنبه راغلي چې نیول شوی کس ۲۷کلن افغان پناه غوښتونکی دی او د پولیسو له توقیفه یوه زندان ته وړل شوی.

له هغه نه لومړنۍ پوښتنې د یوه ژباړونکي په حضور کې شوې دي په کومو کې چې د پولیسو د بیان له مخې هغه په خپل جرم اعتراف کړی.

په عین وخت کې د درېیو وژل شویو ښځو د جسدونو اتوپسي یا د عدلي طب څېړنې هم یکشنبه پلان شوې وې.

د ویانا د پولیسو ویاند فیلیپ هاسلینګر رویټرز اژانس ته په دې اړه ویلي:

" پولیسو د درېیو ښځو مړي کشف کړل چې د چړو سخت ګوزارونه پرې شوي وو. وروسته یې د عامل د نیولو لپاره هڅې پيل کړې چې په نتیجه کې يې یو مشکوک کس همدې سیمې ته نږدې ونیول شو. تورن کس یو ۲۷کلن افغان تبعه دی. د پولیسو په توقیف کې دی پوښتنې ترې کېږي. دغه کس د چړې په واسطه دا برید کړی. په دې اړه د جنایي پولیسو له خوا لا زیاتې څېړنې کېږي."

د ویانا ښار یوه څنډه؛ دا پېښه په همدغه ښار کې شوې
د ویانا ښار یوه څنډه؛ دا پېښه په همدغه ښار کې شوې

د ویانا په شلمې ناحیه کې چې د ښار نسبتاً بیوزلي خلک پکې مېشت دي؛ وژل شوې درې ښځې چینایۍ بلل شوي.

د راپورونو له مخې، دوی د تن پلورنې په یوه کلب کې وې.

دا ښځې د جمعې شپې فبروري ۲۳مې ناوخته د یوه بریدګر له خوا د چړو په ګوزارونه وژل شوې دي.

د اتریش د ښځو چارو وزیرې سوسان راب ویلي دې برید سخت ټکان ورکړی.

د اغلې راب په حواله، اتریشي رسنیو راپور ورکړی چې د وحشت دا اندازه د تصور وړ نه ده.

هغې زیاته کړې سره له دې چې اتریش د داسې تاوتریخجنو پېښو د مخنیوي سیسټم لري؛ مګر د دې پېښې مخه په دې نه وه نیول شوې چې مخکې تر مخکې هېڅ نښه نه وه موجوده.

اتریش کې مخکې هم افغان پناه غوښتونکي په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل بلل شوي. له دې ډلې د ۲۰۲۱ کال په جولای کې په یوې نجلۍ د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تور څلور افغان پناه غوښتونکي ښکېل بلل شوي وو.

هغې پېښې په اتریش کې د افغانانو د پناه غوښتنې دوسیې د پام وړ وځنډولې او ددې لامل شوې چې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي له دې هېواده و ایستل شي.

د تاوتریخوالي پېښو کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعاوې سبب شوي چې اتریش په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو دوسیې وځنډوي یا یې وباسي
د تاوتریخوالي پېښو کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعاوې سبب شوي چې اتریش په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو دوسیې وځنډوي یا یې وباسي

ان د طالبانو په بیا واکمنېدو هم د راپورونو له مخې، اتریش د نورو اروپايي هېوادونو خلاف له افغانستانه د خلکو د انتقال په پروسه کې لیوالتیا ونه ښوده.

جرمني، اتریش او ګڼ نور اروپايي هېوادونه تازه وارده پناه غوښتونکو ته د کلتوري او ټولنیز ادغام په هدف بېلابېل داوطلبانه او ان جبري کورسونه وړاندې کوي خو لا هم دې چارې د یو شمېر پناه غوښتونکو د ګډوډو اقداماتو له هغې ډلې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د جنسي ځورونې مخه نه ده ډب کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG