د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

ځينو اروپايي هېوادونو کې شديد امنيتي تدابير؛ له تندلارو او اسلامپالو سره د اړیکو په تور ۴ کسان نیول شوي


د استريا پوليس د عملياتو پر مهال
د استريا پوليس د عملياتو پر مهال

د جرمني، اتریش او هسپانیې پولیسو د کرسمس او نوي کال په درشل کې امنیتي تدابیر شدید کړي دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له تُندلارو اسلامپالو ډلو سره د اړیکو په تور یې څلور کسان نیولي دي.

د وزارت د اعلامیې په اساس له دې ډلې دری تنه د لا زیاتو څېړنو لپاره بندیان شوي دي.

دا کسان د کرسمس د مراسمو او د نوي کال په درشل کې د پولیسو د پلټنو او تلاشیو پر مهال نیول شوي دي.

د جرمني بېلډ ورځپاڼې د راپور له مخې نیول شوي شکمن کسان تاجک اتباع دي چې احتمالاً یې د داعش خراسان څانګې لپاره د بریدونو پلان درلود.

بېلډ داعش خراسان په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعاله څانګه بللې ده.

د اتریش پولیسو په پلازمېنې ویانا کې د کرسمس د مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو په لړ کې په تېره بیا د کرسمس مارکیټونو او کلیساوو په شاوخوا سیمو کې کنټرول زیات کړی دی.

دا امنیتي تدابیر د زیاتېدونکي ګواښ په خاطر دي، خو د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې لا په ویانا کې د کوم برید ګواښ دوی نه دی موجود.

اخوا د جرمني په کولن ښار کې د کاتولیکانو په یوې تر ټولو لویې کلیسا کولن کاتدرال کې پولیسو د امنیت لپاره خاص تدابیر نیولي.

ارشيف: په جرمني کې پوليسو يو کس نيولی او موټر ته يې بيايي
ارشيف: په جرمني کې پوليسو يو کس نيولی او موټر ته يې بيايي

یکشنبه ناوخته یې دا کلیسا په پلټونکو سپیو تالاشي کړې.

د جرمني پولیس هم د بریدونو د مخنیوي لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د کولن د پولیسو ویاند ولګفنګ بالدیس رویټرز سره په خبرو کې ویلي: "خبرداری په اصل کې د نوي کال د ماښام لپاره وو. اوس دلته په کلیسا او شاوخوا سیمو کې د امنیت مسله مطرح ده. په ځانګړې توګه دلته چې ګڼ خلک ورته راځي. د کولون کاتډرل په اروپا کې ترټولو ډېر لیدونکي لري او دلته د اورګاډي اصلي تمځای هم دی. نو ډېر خلک دلته تګ راتګ لري. له همدې امله موږ د یوه جدي خبر په غبرګون کې پراخ تدابیر نیولي دي. او موږ به دې کار ته تر هغه وخته دوام ورکړو چې موږ ته هر څه پاک نه شي."

د کولن ځینو اوسېدونکو ویلي چې د کلیسا شاوخوا ته د پولیسو د ګڼ شمېر حضور دوی اندېښمن کړي او له احتمالي بریدونو په وېره کې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر ویلي چې د هر ډول ترهګریز ګواښ په وړاندې کلک چمتووالی لري او د تُندلارو اسلامپالو هر ډول ګواښ جدي نیسي.

تېر جولای په جرمني او هالنډ کې د اسلامي دولت ډلې اړوند یوه ډله له منځه وړل شوې وه چې ویل کېدل په دغو هېوادونو کې یې د حملو پلان درلود.

په جرمني او اتریش سربېره د هسپانیې پولیسو هم ویلي چې د کرسمس د مراسمو لپاره یې د لوړ چمتووالي تدابیر نیولي.

د نړۍ له نږدې دوه میلیارده او څلور سوو میلیونو عیسویانو څه باندې ۶۶ فیصده په اروپا کې دي.

دوی د کرسمس مراسم په خاصو جشنونو سره نمانځي، خو په وروستیو کلونو کې د کرسمس په بازارګوټو او مراسمو یو لړ بریدونه هم شوي چې د خلکو اندېښنې یې پارولي دي.

XS
SM
MD
LG