د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

جرمني ته د افغانانو په ګډون د تللو کډوالو شمېره ۷۶ زرو ته نږدې شوې

جرمني چارواکو د جمعې په ورځ د فدرال پولیسو د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د روان کال په ۷۵۹۳۴ کډوالو کې اوکراینیان چې د زرګونو په شمېر جرمني ته ننوځي، خو غیرقانوني نه بلل کېږي نه دي شامل ځکه پر هېواد یې روسیې یرغل کړی.

جرمني ته د غیرقانوني کډوالو په اوښتو کې زیاتوالی راغلی، خو د جرمني پولیس ادعا کوي چې د کډوالو کنټرول یې له لاسه نه دی ورکړی.

جرمني ته د افغانانو په ګډون په غیرقانوني ډول د تللو کډوالو شمېره په روان ۲۰۲۲ کال کې ۷۶ زرو ته نږدې شوې؛ دا په دې معنا ده چې دا شمېره د تېرکال له کچې چې هغه مهال چارواکو خورا زیاته بللې وه، هم اوښتې ده.

جرمني چارواکو د جمعې په ورځ د فدرال پولیسو د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د روان کال په ۷۵۹۳۴ کډوالو کې اوکراینیان چې د زرګونو په شمېر جرمني ته ننوځي، خو غیرقانوني نه بلل کېږي نه دي شامل ځکه پر هېواد یې روسیې یرغل کړی.

د جرمني د فدرال پولیسو مشر دیتر رومان وویل دا شمېرې په دې معنا نه دي چې ګنې پولیسو په سرحدونو کې کنټرول له لاسه ورکړی، خو له دې سره سره دا شمېرې د زیاتېدو په حال کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې جرمني ته د اوښتو غیرقانوني کډوالو شمېره ۵۷۶۳۷ تنه وه، البته دا هره شمېره حتماً له یوه کس سره انډول نه ده، ځکه کېدای شي ځینې کسان له یوې یا بلې لارې بیا بیا ننوځي او ووځي.

د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې ۱۲۷۰۰ او په اکټوبر کې ۱۳۴۰۰ کسان جرمني ته ننوتي دي چې له دې ډلې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسان د پولنډ له سرحده، ۱۵۰۰۰ د چک جمهوریت او د ۶۰۰۰ په شاوخوا کې له اتریش څخه وراوښتي دي.

په اروپايي ټولنه کې دننه هم د کډوالو شمېر زیات شوی او داسې موارد شته چې ځینې کسان یونان ته رسېدلي، خو بیا یې د جرمني ټکټ اخیستی ځکه دوی غواړي د اروپا په شتمنو هېوادونو کې پناه واخلي.

د جرمني فدرال پولیس وايي، داسې ورځې هم وې چې دوی سل داسې موارد لیدلي دي.

د دې کډوالو تقریباً نیمايي د افغانستان، عراق او سوریې وګړي دي.

چارواکي راپور ورکوي چې له دې ډلې ۱۵۰۷۴ کسان له جرمني اېستل شوي او ۳۰۹۲ نورو ته له سرحد څخه د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسیر د دې راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، هېواد یې غواړي د هغو خلکو ساتنه وکړي چې له جګړو او د حکومتونو له تعقیب څخه تښتي او پر خپل سیاسي مسوولیت هم پوهېږي، خو هېڅوک یوازې د دې لپاره چې په اروپا کې ژوند وکړي باید د تېښتې لپاره خطرناکې لارې غوره نه کړي او خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG