د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ِ«فاطمیون لښکر»؛ ولې افغان کډوال پکې د ایران لپاره ګومارل کیږي او وژل کیږي؟


یو شمېر سوري جنګیالي - ارشیف
یو شمېر سوري جنګیالي - ارشیف

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې یو افغان وګړی چې د فاطمیون لښکر غړی و په سوریه کې وژل شوی دی.

د ایران فارس خبري اژانس لیکي، دا کس سید حمزه علوي نومېږي او د افغانستان په پروان ولایت کې زېږېدلی و.

په دې راپور کې د شنبې په ورځ د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه جزییات نه‌دي لیکل شوي، خو وروستیو څو ورځو کې د امریکا متحده‌ایالاتو ځواکونو په سوریه او عراق کې د ایران د سپاه پاسدران له ملاتړه په برخمنو ملېشو بریدونه کړي دي.

د فارس خبري اژانس په راپور کې زیاته شوې، سید حمزه په افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پر مهال جګړې او له ایران سره یې د عراق په ۸ کلنې جګړې کې هم برخه درلوده.

راپورونه ښيي چې د فاطمیون لښکر څو نور غړي هم د امریکا په بریدونو کې وژل شوي دي.

د ایران پاسداران ځواکونه، فاطمیون لښکر هم د دوی تر چتر لاندې فعالیت کوي
د ایران پاسداران ځواکونه، فاطمیون لښکر هم د دوی تر چتر لاندې فعالیت کوي

فاطمیون لښکر د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران د قدس څانګه ګڼل کېږي چې له دې وړاندې یې هم په زرګونه افغان وګړي په سوریه کې د جګړې لپاره ګمارلي دي.

د ایران د سپاه پاسدران انقلابي ګارډ د امریکا متحده‌ایالاتو د ترهګرو په تور نوم‌لړ کې هم شامل دی.

وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې ایران په سوریه کې د بشار اسد په ملاتړ د جګړې لپاره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې نږدې ۱۵ زره افغانان له خپل هېواده سوریې ته لېږلي دي.

له دې لېږل شویو کسانو یو شمېرو یې وړاندې ادعا کړې وه چې د یو شمېر امتیازاتو، له دې ډلې په ایران کې د دایمي استوګنې او په میاشتني ډول د څو سوه ډالرو په بدل کې سوریې ته د جګړې لپاره لېږل کېدل.

د طالبانو حکومت تر اوسه په سوریه کې د فاطمیون لښکر په کرښو کې د وژل شوي دې افغان په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

خو د سیاسي چارو یو شنونکي وايي، افغانان تېرو ۴۰ کلونو کې په ایران کې له ټولو اغېزمن کډوال شمېرل کېږي.

طارق فرهادي
طارق فرهادي

د دې کارپوهانو له ډلې طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل:

" ایرانیانو خپلي سیاسي اهداف درلودل، غوښتل یې په عراق، سوریه او یو شمېر نورو ځایونو کې فعالیت ولري. دوی کوښښ وکړ چې افغانان وګماري. دوی افغانان وهڅول چې په دې جنګ کې د ګډون وروسته مو کورنیو ته دایمي پناه درکوو. دا یې هم ورته وویل که ولاړ شۍ له مذهبي پلوه هم ښه ده. له همدې امله په دې لیکو کې د فاطمیون تر نوم لاندې افغانان هم شته. "

پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي مسایلو پوه عزیز معارج بیا وايي، ایران له افغان کډوالو د وسیلې په توګه کار اخستی چې په دې سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې هوکړې او نړیوال قوانین نقض کړي دي.

معارج زیاتوي:

"له بده مرغه چې ایران تل له افغان کډوالو د وسیلې په توګه کار اخلي. دوی د ویانا کنوانسیون د ۱۹۵۱ او ۱۹۶۷ پرېکړې او د دولتونو ترمنځ د ټولو شویو هوکړو او پرېکړو خلاف، له کډوالو په سیاسي، نظامي او جنګي برخو کې ګټه اخلي. "

د ویلو ده چې په ۱۳۹۹ کال کې د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې هېواد یې د سوریې جګړې ته افغانان نه‌دي استولي، بلکې هغوی په خپله خوښه او د خپلو مذهبي عقایدو پر بنسټ دې جګړې ته تللي او د ایران دولت ترې یوازې ملاتړ کړی دی.

ښاغلي ظریف هغه مهال په سوریه کې د دې کسانو شمېر ۲ زره تنه ښودلی و او دا یې هم ویلي و چې اورېدلي یې دي چې هلته یې شمېر د جګړې د شدت پر مهال ۵ زرو تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان جمهوري نظام د فاطمیون په لیکو کې د افغانانو جنګېدل، د افغانستان د ملي ګټو خلاف بللي و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG