د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

مشرانو جرګه: حکومت دې په سوریه کې د وژل شویو افغانانو په اړه د ایران سفیر احضار کړي


د سوریې په جګړه کې تر ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو د وژل کېدو او د ۸۰۰۰ د تپي کېدو راپورونو د مشرانو جرګې تند غبرګون راپارولی دی.

د دغې جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» په عمومي غونډه کې، پر افغان حکومت غږ وکړ چې په کابل کې د ایران سفیر احضار او ورته خپل احتجاج وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ایران له افغان کډوالو په ناوړه ګټې اخیستنې هغوی سوریې او عراق ته لېږي او خپله هم په دې اعتراف کوي چې ۲۰۰۰ افغانان په دغو جګړو کې وژل شوي دي. زموږ غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت، ولسمشر او اجرائیه رئیس نه دا ده چې لومړی د ایران سفیر وغواړي او خپل احتجاج ورته وړاندې کړي."

فضل الهادي مسلمیار

نوموړي دغه څرګندونې په دې اړه د سناتورانو تر بحث وروسته وکړې.

ښاغلي مسلمیار تېره ورځ هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ټینګار کړی و چې حکومت باید په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د فاطمیون لښکر فرهنګي مسؤل زُهېر مجاهد روانه اوونۍ یوې رسنۍ ته ویلي چې تر دې دمه د سوريې په جګړه کې له ۲۰۰۰ ډېر افغانان وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د سوريې په جګړه کې د وژل شويو افغانانو شمېر تر ٢٠٠٠ واوښت

د مشرانو جرګې غړي سناتور عبدالباقي بریال هم وویل چې حکومت باید په ایران کې د افغانانو د وژل کېدو موضوع جدي او په نیابتي جګړو کې له دوی نه د استفادې مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د اساسي قانون له مخې افغانان یوازې د افغانستان بیرغ لاندې قرباني ورکوي، نه دا چې د پردیو هېوادونو په نیابتي جګړو کې ترې ګټه واخیستل شي دا ډېره دردوونکې موضوع ده او دا مسئله باید له ایران سره په جدي ډول مطرح شي."

بریال: له افغانانو باید په نیابتي جګړو کې استفاده ونه‌شي.

د سوریې د جګړې لپاره د افغانانو د جلب او جذب مسئله له دې وړاندې هم په کورنیو او هم په نړیوالو رسنیو کې د بحث وړ موضوع وه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له بیا بیا اړیکو سره سره په دې کار بریالي نه‌شوو.

خو تر دې دمخه د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د دغه راپور تر خپرېدو وروسته رسنیو ته وویل، افغان حکومت په هېواد او له هېواده بهر د نیابتي جګړې په تړاو په څرګند ډول خپل مخالفت اعلان کړی.

اجرائیه ریاست هم وايي چې افغان حکومت په ایران کې له افغان مهاجرینو سیاسي او پوځي ګټه اخیستنه مردوده بولي او ویلي چې افغان حکومت دا مسئله له ډیپلوماتیکو لارو تعقیبوي.

که څه هم افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د حضور څرنګوالی څېړي، خو د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دې وروستیو کې په تهران کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال له فاطمیون لښکر نه چې افغانان‌‌یې هم په چوکاټ کې د سوریې جګړې ته استول شوي، مننه کړې وه.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي چې افغان حکومت د ډیپلوماتیکو هلو ځلو تر څنګ باید هغه کسان هم تر څارنې لاندې ونیسي، کوم چې په افغانستان کې د ایران د فاطمیون لښکر لپاره جلب او جذب کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG