د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

مسلمیار: سوریه کې د افغانانو د وژلو په تړاو د افغان حکومت دریځ ځورونکی دی


یوه ورځ وروسته له هغې چې افغان حکومت د سوریې په جګړه کې له ۲۰۰۰ نه د زیاتو افغانانو د وژل کېدو او تر ۸۰۰۰ د ټپي کېدو په وړاندې غبرګون وښود، د افغانستان د مشرانو جرګې مشر وايي، د یادې موضوع په تړاو د حکومت دریځ دوی ته ځورونکی دی.

فضل هادي مسلمیار چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» له ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل، افغان حکومت باید د سوریې په جګړه کې د افغانانو په وژل کېدو د ملګرو ملتونو امنیت شورا او خپلو نړیوالو متحدینو ته له ایران څخه شکایت وکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

دی وايي:

"د حکومت کمزوری دریځ موږ ته د ډاډ وړ نه‎دی، موږ سبا د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د ایران پر وړاندې او هم د افغانستان د دریځ په اړه د سناتورانو نظرونه جمع بندي کوو. اوس دومره وایم چې حکومت دې د تېرې ورځې په دریځ خپل مټ نه خالي کوي او ژر دې په دې اړه خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا او له هغو هېوادونو سره درج کړي چې له موږ سره ستراتېژیکې اړیکې لري او د هغوی مرسته دې وغواړي، تر څنګ دې ایران ته قوي اخطار ورکړل شي، ځکه چې حکومت په هر هېواد کې د خپلو وګړو د حفاظت مسؤلیت لري او باید خپل مسؤلیتونه ترسره کړي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د فاطمیون د لښکر فرهنګي مسؤل زُهېر مجاهد دوه ورځې مخکې یوې رسنۍ ته ویلي، تر دې دمه د سوريې په جګړه کې له ۲۰۰۰ ډېر افغانان وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د سوريې په جګړه کې د وژل شويو افغانانو شمېر تر ٢٠٠٠ واوښت

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د دغه راپور تر خپرېدو وروسته رسنیو ته وویل چې افغان حکومت په هېواد او له هېواده بهر د نیابتي جګړې په تړاو په څرګند ډول خپل مخالفت اعلان کړی.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي دا هم ویلي، د دغه هېواد د بچیو وینه باید د پردیو د ګټو لپاره تویه نه‎شي.

اجرائیه ریاست هم وايي چې افغان حکومت په ایران کې له افغان مهاجرینو سیاسي او پوځي ګټه اخیستنه مردوده بولي.

د دغه ریاست د ویاند د مرستیال جاوید فیصل په خبره، افغان حکومت دا مسئله له ډیپلوماتیکو لارو تعقیبوي.

د سوریې د جګړې لپاره د افغانانو جلب او جذب هغه مسئله ده چې له دې وړاندې هم په کورنیو او هم په نړیوالو رسنیو کې د بحث وړ موضوع وه.

که څه هم افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د حضور څرنګوالی څېړي، خو د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دې وروستیو کې په تهران کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال له فاطمیون لښکر نه چې افغانان‌یې هم په چوکاټ کې د سوریې جګړې ته استول شوي، مننه کړې وه.

وروسته بیا د ښاغلي محقق دغه څرګندونې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او جمهوري ریاست اعلان وکړ چې دا څرګندونې به د قانون په رڼا کې وڅېړل شي، خو د دغو څېړنو په اړه تر اوسه له رسنیو سره څه نه‎دي شریک شوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي او حقوقي کارپوهان وايي، افغان حکومت باید د ډیپلوماتیکو هلو ځلو تر څنګ هغه کسان هم تر څارنې لاندې ونیسي، کوم چې په افغانستان کې د ایران د فاطمیون لښکر لپاره جلب او جذب کوي.

استاد نصرالله ستانکزی
استاد نصرالله ستانکزی

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی یې په اړه وايي:

"زما باور دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي له افغان مهاجرینو جلب او جذب کوي او د هغوی د مجبوریت او مذهبي احساساتو نه ناوړه ګټه اخلي، نو افغان حکومت باید له ډیپلوماتیکو لارو نه په ګټې اخیستنې سره دا مسئله تعقیب کړي او که په افغانستان کې يې سرچینې موجودې وي، نو باید عدلي، قضايي او کشفي ارګانونو ته لارښونه وشي چې تر عدلي او قضايي څار لاندې يې ونیسي."

د ښاغلي ستانکزي په خبره د حقوقو له نظره افغان حکومت اړ دی چې له هېواده بهر هم د خپلو خلکو د حقونو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم وايي، ایران نه‌یوازې دا چې له وسله‎والو طالبانو سره مرسته کوي، بلکې د افغانانو له مذهبي احساساتو نه په ګټې اخیستې سره دوی هڅوي چې د سوریې په جګړه کې برخه واخلي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG