نی: په افغانستان کې تېر کال تر ۵۰ سلنې ډېرو تلوېزیوني چینلونو خپل کار بند کړی

ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په خپل کلني راپور کې ویلي، تېر کال کې تر ۵۰ سلنې ډېرو تلوېزیوني چینلونو خپل کار بند کړی دی.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په خپل کلنی راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور کړی لیکلي، په افغانستان کې روان وضعیت د دې هېواد په رسنیو او اطلاعاتي فعالیتونو ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

په دې راپور کې زیاته شوې، په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په تېر یوه کال او څو میاشتو کې تر ۵۰ سلنې ډېر تلوېزیوني چینلونه او ۴۸ سلنه راډیوګانې بندې شوې دي.

د نی په راپور کې وړاندې لیکل شوي، په دې موده کې ټولو چاپي رسنیو کار بند کړی او نږدې ۸۰ سلنه انلاین رسنیو هم خپل فعالیت درولی دی.

د نی اجراییوي مسوول ظریف کریمي په ۱۴۰۱ کال کې د خپلو موندنو په اړه رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، په افغانستان کې خبریالان فزیکي، روحي او رواني خونديتوب نه‌لري او د خبریالانو د ګواښولو، بندي کولو او ان پر دوی د بریدونو شاهدان دي.

کریمي وویل: "دا کال چې تېر شو د خبریالانو پر وړاندې په لسګونو قضیې ثبت شوې دي چې ډېری یې توهین، تحقیر، فزیکي تاوتریخوالی او د دوی بندي کول وو چې له امله یې خبریالانو خپل کار سانسور کړی او یا یې هم خپلې دندې پرېښې دي."

د نی په راپور کې وړاندې لیکل شوي، په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۱۱ زره ۸۵۶ نارینه او ښځینه خبریالان او د رسنیو کارکوونکو کار کاوه، خو اوس دا شمېر تر ۲۰۰۰ کم شوی او په دې ټولو کې یوازې ۵ فیصده یې ښځې دي.

شاوخوا یوه نیمه اونۍ مخکې بلخ کې د تبیا فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي چې دا تر ټولو پر خبریالانو تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد د دې راپور موندنې ردوي.

هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل: "اوس‌مهال په ټول افغانستان کې يو تن هم د ژورناليستيکي کار له امله په بند کې نه‌لرو او په تېر يو نيم کال کې يو خبريال هم له دې امله چې خبریال دی نه‌دی وژل شوى. د دې ترڅنګ نورې اسانتياوې چې د یوه حکومت مسوولیت دی، ورته برابرې شوې دي. نظر له نورو خلکو څخه خبریالانو ته ډېر امتیاز ورکول کېږي."

هغه د ځينو رسنيو د فعاليت د ځنډېدو لامل پر بهرنيو بنسټونو او د افغانستان په پخوانيو مشرانو پورې تړاو وباله چې په وينا يې، د هغو له وتلو سره سم د دې رسنيو فعاليتونه هم ودرېدل.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په خپل کلني راپور کې هم ویلي و، په ۱۴۰۱ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي کچه دوه برابره شوې ده.

دې مرکز په خپل راپور کې دا یادونه هم کړې وه چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې له رسنیو سره د تاوتریخوالي ۲۳۷ پېښې ثبت شوې دي.