د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

اقلیمي بدلون او طبیعي پېښې؛ سیف ده چلډرن: له ۳۸زره ډېر افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي


په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله بې ځایه شوې یو شمېر کورنۍ
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله بې ځایه شوې یو شمېر کورنۍ

د ماشومانو د ساتنې اداره یا "سیف ده چلډرن" وایي، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې له ۳۸زره زیات کسان چې نیمايي یې ماشومان دي د اقلیمي بدلون له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دې ادارې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو طبیعي پېښو په ترڅ کې د ځپلو شویو لویانو او ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

دغه ادارې په خپل یو تازه راپور کې چې نن سې شنبه د اګست په ۶مه یې خپور کړی، ویلي چې د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو شپږ میاشتو ۳۸زره ۴ سوه ۸۸ کسان له خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي چې سم نیمايي ماشومان دي.

دغې ادارې ویلي چې دا شمېر د تېر کال په پرتله لوړ دی.

د تېر ۲۰۲۳م کال په همدې موده کې د اورښتونو او سېلابونو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۳۷زره او ۷۶ کسان یاد شوی و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په‌کې ډېر ماشومان د اقلیم د بدلون د اغېزو له امله بې کوره شوي دي.

په بغلان کې هم سېلابونو خلک خپل مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي. د روان میلادي کال د مې ۱۱مه
په بغلان کې هم سېلابونو خلک خپل مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي. د روان میلادي کال د مې ۱۱مه

دغه ادارې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د اقلیمي بدلون له امله ویجاړونکي سېلابونه، شدید اورښتونه، زلزلې، د تودوخې لوړوالی، طوفانونه او شدیده وچکالي رامنځته شوې ده.

ملک وايي: اقلیمي کړکېچ په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي، خلک له خپلو کورونو بې ځایه کوي، د اوبو سرچینې ویجاړوي او ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي.

په راپور کې په افغانستان کې د دې ادارې د مشر ارشد ملک په حواله راغلي : "اقلیمي کړکېچ په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي، خلک له خپلو کورونو بې ځایه کوي، د اوبو سرچینې ویجاړوي او ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي چې دا د ماشومانو ژوند بدلوي، د تېرو شپېتو کلنو په پرتله په افغانستان کې نوي زيږيدلي ماشومان له ۵.۳ چنده له وچکالۍ سره مخ کيږي."

"سیف ده چلډرن" د وچکالۍ له امله کندهار تر ټولو زیات زیان ګالی ولایت بللی دی.

په راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله ویل شوي په داسې حال کې چې په افغانستان کې په وروستیو لسیزو کې ډېری خلک د جګړو او ناامنیو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو، له ۲۰۲۲م کال راهیسې د اقلیمی بدلون اغېزو ډېر خلک په هېواد کې دننه له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ کړي دي.

بلخوا طبیعي پېښو ځپلې او له خپلو مېنو بې ځایه شوې یو شمېر کورنۍ وایي، بې سرپناه او له ګڼو بشري ننګونو سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکي ثواب ګل، چې وروستیو طوفانونو ځپلی، ازادي راډیو ته یې وویل: "طوفان سره چې زموږ د کور یو ستر دېوال او بیا کوټې ویجاړې کړې، هغه مهال کوټو کې مو د کورنۍ غړي ناست وو چې اوس ځینو ته یې عصبي ستونزې پیدا کړي، ځکه ډېر قوي غږ یې و، ماشومان مو سخت وېرېدلي، موږ پاکې اوبه نه لرو، زموږ په کلي کې په درې سوو کورونو یو څاه لرو هغه هم ډېره لرې ده، زما اته بچي او یو اینګور او لمسی دی."

د همدې ولایت د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی عزت‌الله چې د تېر میاشتې په وروستیو کې یې د کورنۍ اوه غړي طوفانونو مړه کړل، وایي چې پاتې نوره کورنۍ یې د سرپناه په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغه وویل: "دا پېښه چې په سره رود ولسوالۍ کې شوې وه اوس موږ دوی کوټ ولسوالۍ ته راکډه کړي، خو د دوی لویه ستونزه سرپناه ده چې دوی اوس کور او سرپناه نه لري."

په ننګرهار کې د شید طوفان او سېلابونو له کبله د یوه ویجاړه شوي کور انځور
په ننګرهار کې د شید طوفان او سېلابونو له کبله د یوه ویجاړه شوي کور انځور

بلخوا بغلان ولایت چې سږ کال سېلابونو سخت وځاپه، د روشن په نوم یوه اوسېدونکې یې وايي: "همدلته په بد وضعیت بې پیسو وږي تږي په خيمو او ترپالونو لاندې پراته یوو، همدلته (له ګرمیو) وسوځېدو هم موږ او هم ماشومان مو، پاکې اوبه نه لرو، دلته یو ټانکر دی چې په زړه یې وي لږ اوبه راکوي چې نه وي اوبه هم نه راکوي."

دا په داسې حال کې ده چې د "سیف ده چلډرن" د راپور پر بنسټ، افغانستان د اقلیم د بدلون د اغېزو په له امله شپږم ډېر زیانګالی هېواد دی چې په ټکو یې له دې امله د رامنځته شوي کړکېچ زیانونو ته د رسېدنې توان نه لري.

دې ادارې په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله ویلي چې افغانستان کې په هرو ۷ افغانانو کې یو یې اوږد مهاله بې ځایه کېږي چې په جنوبي اسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې دویم لوړ شمېر ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG