د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ له کبله د ۲۵ کسانو د مړینې خبر ورکړل شو


ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته ناروغان چې تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته ناروغان چې تر درملنې لاندې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د کولرا وبا تر ټولو ډېرې پېښې په افغانستان کې ثبتې شوي دي.

"ډبلیوایچ‌او" په افغانستان کې د کولرا وبا د تر ټولو لوړې شمېرې خبر ورکوي.

یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۹مه په یوه راپور کې ویلي چې د روان زیږدیز کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۶مې نېټې په افغانستان کې د کولرا ۴۶۷۵۸ پیښې ثبت شوي چې په راپور کې د یاد شویو ټولو هېوادونو له شمېرو څخه لوړې دي.

"ډبلیوایچ‌او" زیاته کړې چې په همدې موده کې د کولرا ناروغۍ له امله ۲۵ کسان مړه شوې دي.

د یاد سازمان په راپور کې دغه شان راغلي چې یوازې په تېرو ۲۸ ورځو کې د کولرا ۱۳۴۵۱ پېښې او د دې ناروغۍ له امله ۹ مړینې ثبت شوي دي.

راپور زیاتوي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ټولې نړې کې د کولرا ۱ لک او ۹۴زره او ۸۹۷ پېښې ثبت شوي چې د تر ټولو لوړه شمېره (شاوخوا ۹۸زره) یې په ختیځې مدیترانې سیمه کې دي چې یواځې نږدې ۴۷زره یې افغانستان پورې اړه لري.

د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي نوملړ کې لیدل کېږي چې د کولرا ډېرې پېښې په ترتیب سره په افغانستان، زامبیا، زمبابوې، پاکستان او کانګو کې ثبتې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کولرا د خپرېدو لامل د نفوس زیاتوالی، طبیعي پېښې او د اقلیم بدلون بولي او د ګډې ځواب ورکوونې لپاره د هېوادونو پر همغږۍ ټینګار کوي.

د کولرا وبا یا شدید نس‌ناستی د ناپاکو اوبو له لارې انتقالېږي.

د افغانستان بېلابېل ولایتونه په تېرو میاشتو کې د سېلابونو شاهدان وو چې د اوبو د سرچینو د ویجاړېدو له امله د څښاک پاکو اوبو ته د سېلاب ځپلو لاسرسی محدود شوی دی.

ارشیف: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. ډاکترا وايي چې کولرا ناروغي د ناپاکو اوبو له کبله رامنځته کېږي.
ارشیف: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. ډاکترا وايي چې کولرا ناروغي د ناپاکو اوبو له کبله رامنځته کېږي.

د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله ډېری سېلاب ځپلي بېلابېلو ناروغیو باندې اخته شوي چې له دې ډلې یوه یې کولرا ده.

د بغلان ولایت سېلاب ځپلی شهاب الدین وايي: "زه خپله په همدې ناروغۍ اخته شوم، لومړی مې نس په درد شو ډېر یې وارخطا کړم او په ۲۴ ساعتونو کې یې له پښو وغورځولم، ځان مې عاجل کلینیک ته ورساوه، کلینیک کې راته سیروم ولګولو، خو هلته هم ښه نه شوم بیا مې ځان روغتون ته ورساوه. درې څلور ماشومان مې هم په دې ناروغۍ اخته شوي وو، خو اوس ښه شوي دي."

په انتاني روغتون کې متخصص ډاکتر فرید‌الله عمري وايي، کولرا ناروغي چې په لویانو او ماشومانو کې رامنځته کېدای شي، یوه شدیده ساري بکتریايي ناروغي ده چې په څو ساعتونو کې د شدید نس‌ناستې او د مایعاتو د کمښت له امله بلاخره د مرګ لامل ګرځي.

ډاکتر عمري وايي: لومړی باید پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ولرو او په هغه سیمو کې چې صحي اوبه نه‌شته هغه اوبه جوش کړو او ویې کاروو، دوهم د لاسونو مینځل او د شخصي حفظ الصحې مراعات کول.

نوموړي د دې ناروغۍ د مخنیوي د لارو چارو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "لومړی باید پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ولرو او په هغه سیمو کې چې صحي اوبه نه‌شته هغه اوبه جوش کړو او ویې کاروو، دوهم د لاسونو مینځل او د شخصي حفظ الصحې مراعات کول. موږ باید هڅه وکړو چې د دې ترڅنګ هغه تر کاري او سبزي چې له بهر څخه راوړو پاک یې ومینځو او کلورین په کې واچوو. د خوړو ساتل په ښه شکل د کولرا په وقایه کې ډېر رول لري."

دا په داسې حال کې ده چې د پاملرنې نړیوال مرستندویه سازمان د مې په ۱۶مه په یوه راپور کې د افغانستان په شمال ختیځ کې د اوبو له لارې د احتمالي خپرېدونکو ناروغیو لکه کولرا او شري د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د دغو ناروغیو د درملنې له لارې باید په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت د لا خرابېدو مخنیوی وشي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG