د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د طبیعي پېښو د یو شمېر زیانمنو کورنیو غړي په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي


لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د طبیعي پېښو یو شمېر زیانمنې کورنۍ وایي، اړینو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله یې ماشومان او ښځینه په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د لوګر ولایت د ځینو سېلاب ځپلو ولسوالیو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په سیمو کې تر سېلابونو وروسته ماشومان اوښځې په سینه بغل او کولرا ناروغیو اخته شوي دي.

عتیق د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه سیمه چې څو موده مخکې سېلابونو سخته وځپله او اوسېدونکو ته یې درنه مرګ ژوبله واوښته.

عتیق وایي، د ده او اکثرو کلیوالو کورونه یې ویجاړ او د غره په سر خیمه کې ژوند کوي.

ده وویل، کافي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله ډېری ماشومان او ښځې په سینه بغل او کولرا ناروغیو اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه: "کولرا، شدید اسهالات ناروغۍ شته. بله دا چې دلته د ورځې له مخې ګرمي زیاته وي او د شپې بیا هوا سړه وي چې کولرا همدارنګه په ماشومانو کې یې سینه بغل زیات کړی. زه خپله د خوښۍ ولسوالۍ کې دلته یوه تپه کې خیمه کې ژوند کوم چې دلته ناروغۍ بیخي زیاتې شوي."

د لوګر ولایت د ولايتي شورا مخکیني مشر سيد قريب سادات بیا ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په بېلابېلو سېلاب ځپلو ولسوالیو کې په سلګونه کورنۍ ان د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري او ورسره شوې مرستې یې کافي نه وې.

سادات وایي، که چېرې دغو خلکو ته رسېدنه ونه شي ډېری ماشومان ،ښځې او کمزوره پاخه عمر لرونکي وګړي به تلف او خلک به د ښارونو په لور حرکت وکړي.

هغه وویل: "هیله ده چې نړیوالې مرستندویه موسسې، مرکز او دولت په دې اړه جدي پام وکړي او د لوګر خلکو ته مرستې ورسوي. که چېرې داسې ونه شي خلک مجبورېږي چې ښارونو په لور حرکت وکړي او دلته چې یې څه نا څه ځمکې پاتې دي دا به هم له منځه ولاړې شي."

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی یاسین چې د دوی د ولسوالۍ په ګډون څو نورې ولسوالۍ هم د جون په ۲۱ شدیدو زلزلو ویجاړې کړې، وایي د نږدې دوه نیمو میاشتو په تېرېدو لا هم خلک په سختو حالاتو او خیمو لاندې ژوند تېروي او تر اوسه یې د سرپناوو ستونزه حل شوې نه ده.

د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله د ویجاړ شوی یوه کور پاتې شونې. 25.06.2022
د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله د ویجاړ شوی یوه کور پاتې شونې. 25.06.2022

یاسین وایي، که چېرې دوی ته پام ونه شي ښایي د خلکو روغتیایي حالت لا بدتره شي.

هغه وویل: "ژمی په رارسېدو دی بیا به د کورونو بېرته جوړولو کارونه له خنډ سره مخ وي. اکثرو خلکو ستونزه دا ده چې کورونه یې نه جوړېږي. لا هم د کورونو جوړولو چارې نه دي پیل شوي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د بېلابېلو ناروغیو د موجودیت په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر ولري، خو ویاند يې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د سېلاب او زلزله ځپلو د ادعاوو او ستونزو په اړه طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مني چې مرستې کفایت نه کوي او د دوی حکومت هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل: "موږ هم وایو چې ټولو زیانمنو خلکو ته په کافي اندازه مرستې نه دي رسېدلي. د یوې خبرې یادونه وکړم چې زلزله ځپلو خلکو ته یو څه مرستې رسېدلي، خو ده یو څو وخته لپاره به کفایت ونه کړي. د ۱۲۰۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوي په برمل ولسوالۍ کې، خو د ګیان لسوالۍ خلکو لپاره به د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو چارې پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر اوچا د سپټمبر د لومړۍ نېټې د راپور پر بنسټ سږ کال په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله له سلو زرو زیات کسان اغېزمن شوي، چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه۳۰ یې سېلابونو ځپلي دي.

دغه دفتر په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د پکتیکا د ګیان او برمل او د خوست سپېرې کې له خلکو څخه روغتیایي مرکزونه ليرې وه چې دوی له پېښو وروسته یوه لنډ مهاله کلینیک ورته جوړ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو درېیو میاشتو کې د افغانستان ۳۰ ولایتونو شدیدو زلزلو، سېلابونو او بارانونو په سلګونه خلک زیانمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG