د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

اوچا: د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ۲۱ولسوالۍ د سېلابونو او توپانونو له امله زيانمنې شوي


په ننګرهار کې د وروستي شدید باران او توپان له کبله د نړېدلي کور انځور
په ننګرهار کې د وروستي شدید باران او توپان له کبله د نړېدلي کور انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ۲۱ ولسوالۍ د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

اوچا وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي او د حفظ الصحې په برخه کې خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.

اوچا په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته یې خپور کړی، ویلي چې سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ۲۱ ولسوالۍ زیانمنې کړي دي.

اوچا زیاته کړې چې د بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو په ولسوالیو کې تر ټولو زیات زیانونه خلکو ته اوښتي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، په یادو سیمو کې سېلابونو او توپانونو په لسګونو کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان کړي دي، دغه راز ګڼ شمېر کورنۍ بې‌کوره شوې دي.

ارشیف: په لغمان کې د سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اوچا وايي، لږترلږه ۷۳۴ کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، د اوبو تاسیساتو او بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

په‌ دغه راپور کې راغلي چې د سختو اورښتونو، توپانونو او سېلابونو له امله زیربناوې، د استوګنې کورونه او کرنيزې ځمکې هم ويجاړې شوې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډیو ته وویل، دوی ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی جعفر الماس وايي: زموږ فصلونه، ونې او دېوالونه خراب شوي دي، ټوله کورنۍ مو زيانمنه شوې ده، ټول کلی زيانمن شوی او بزګر مرستو ته اړتيا لري.

په ننګرهار ولایت کې د وروستیو سېلابونو یو تن قرباني جعفر الماس ازادي راډیو ته وویل: "زموږ فصلونه، ونې او دېوالونه خراب شوي دي، ټوله کورنۍ مو زيانمنه شوې ده، ټول کلی زيانمن شوی او بزګر مرستو ته اړتيا لري ځکه چې دوی بامیه، جوار، مۍ او لوبيا کرلي وو، هغه ټول ږلۍ وهلي ځکه د دوی ورځنی عايد همدا و چې بامیه ټوله کړه او په بازار کې يې وپلوره، ټول يې ږلۍ وهلي او خلکو ته يې زيانونه اړولي دي."

د اوچا په‌دې راپور کې دا هم ویل شوي چې، د کورونو ویجاړېدلو او د خصوصي حریم او سرپناه د نشتوالي د ښځو او نجونو لپاره د خوندیتوب خطرونه زیات کړي او د حفظ الصحې خدمتونو او تشنابونو ته یې اړتیا زیاته کړې.

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د سېلاب ځپلو له ډلې څخه ملالۍ وايي، د کورنۍ غړي يې مړه شوي او سرپناه هم نه‌لري.

ملالۍ ازادي راډيو ته وويل: "زموږ خپله د خټو کور دی، دېوالونه یې لوېدلي دي، دومره لار نه‌شته چې له بمبې اوبه راوړو، تر اوسه په حویلۍ کې خټې او اوبه دي. د تشناب مشکل شته، د سرپناه او کور مشکل شته، په ځانګړي توګه ښځو لپاره لا سخته ده چې بیا د کورنۍ غړي یې هم له لاسه ورکړي وي."

په ورته وخت کې اوچا ټینګار کوي چې د تورخم په پوله کې د پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو کمپ هم د توپان او باران له امله سخت زیان لیدلی او د عمري په نوم کمپ کې روغتیايي مرکزونه او ۴۰۰ خیمې زیانمنې شوې دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې، د ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د باران او سېلابونو ترڅنګ د سختو توپانونو شاهدان وو چې د طالبانو حکومت د شمېرو له‌مخې په‌کې ۵۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په ننګرهار کې شدید باران او توپان د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
په ننګرهار کې شدید باران او توپان د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې افغانستان د اقلیمی بدلون څخه شپږم زیانمنونکی هېواد دی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست له‌خوا، د پنجشنبې او جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

د دغه رياست په خبره، ښايي په دغو ولايتونو کې د اورښت کچه له ١۵ تر ۴٠ ملي مترو پورې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG