د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

ننګرهار کې شدید بارانونه او توپان؛ ۳۵ کسان مړه او له ۲۳۰ ډېر نور ټپیان دي


په ننګرهار شدیدو بارانونو او توپان مالي زیانونه هم اړولي دي.
په ننګرهار شدیدو بارانونو او توپان مالي زیانونه هم اړولي دي.

په ننګرهار کې د توپان او باران له کبله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

جلال اباد ښار او د ننګرهار څو شاوخوا ولسوالیو کې سختو بادونو او اورښتونو لسګونه افغانان د مرګ خولې ته واچول.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د اعلامیې له مخې، د جولای ۱۵مه د دوشنبې ورځ مازدیګر شاوخوا څلور بجې په اکثرو سیمو کې له سخت توپان سره په یو وخت شدیده ږلۍ او اورښتونه وشول.

د اعلامیې په اساس تر ماښام مهال د ننګرهار سیمه ییز روغتون او بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته ۳۵ مړي او ۲۳۰ ټپيان انتقال شوي.

وېره یې شته چې مرګژوبله تر دې ډېره لوړه وي ځکه د بارانونو او ږلۍ له امله په اکثرو سیمو کې سېلونه هم راوتلي دي.

په خواله رسنیو کې هم د دغه توپان او ږلیو څو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي.

اکثر خلک د سخت توپان کبله د کورونو د چتونو د نړېدو له کبله ژوبل شوي دي.

په یوه ویډیو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خپره کړې د ننګرهار د سره رود په یوه کلي کې یواځې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي تر خاورو لاندې شوي.

یو کس وايي: "دا د سرخ رود، مستي خېل ساحه ده. په یوه کورنۍ کې تقریباً ۱۱ کسان دي. د شهیدانو خبر تر اوسه نه لرو ځکه د خاورې لاندې دي."

په ننګرهار کې شديد توپان او باران خلکو ته درانه زیانونه هم اړولي دي.
په ننګرهار کې شديد توپان او باران خلکو ته درانه زیانونه هم اړولي دي.

طالب چارواکو ویلي چې د دغه ناورین د زیانمنو د لاسنیوي او د خلکو د ژغورنې لپاره یې خپل امکانات په کار اچولي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي په یوه بیان کې ویلي: "د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د وروستیو سختو بادونو او بارانونو له امله زموږ یو شمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیانونه اوښتي....ټولو سیمو ته د سروې ټیمونه استول شوي چې مستحقې کورنۍ چې زیانونه ور رسېدلي هغوی سروې کړي او ورسره مرستې وکړي."

د چارواکو په خبره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ونې د ږلیو او بارانونو له کبله تخریب شوي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی وو چې دوشنبه او سه شنبه به په لږ تر لږه ۱۲ ولایتونو کې شدید اورښتونه او سخت بادونه وي چې ورسره د سېلونو د راوتلو اټکل هم شوی دی.

ننګرهار یو له دغو دولسو ولایتونو وو چې په کې د سختو بادونو او اورښتونو وړاندوینه شوې وه.

د ننګرهار تر څنګ کونړ او اخوا په پنجشېر کې هم د دوشنبې په ورځ له سهار وختي سېلونه راوتلي چې خلکو ته یې مرګژوبله رسولې او مالي تاوانونه یې هم ور اړولي.

د لومړنیو معلوماتو په اساس په کونړ کې پنځه کسان په سېلونو کې مړه شوي دي.

په پنجشېر کې بیا د سختو سېلونو له کبله د څو سیمو پلونه او پلچکونه سېلونه وړي، کرنیزې ځمکې او کانالونه یې تخریب کړي.

د پنجشېر-کابل لار هم پرون سېلونو بنده کړې وه.

تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په څو ولایتونو له هغې ډلې بغلان کې بې سارې سېلونه راووتل چې له امله یې سلګونه کسان مړه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب او له منځه لاړه.

ملګرو ملتونو ویلي وروستیو سېلونو افغانستان کې زیانګالي خلک چې له وړاندې له لوږې او بېوزلۍ سره مخ وو لا اغېزمن کړي او له زیانمنو سره د مرستو لپاره لا زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیو اف پي" ویلي٬ افغانستان چې په ټوله نړۍ کې د اقلیمي بدلونو له کبله شپږم زیانګالی هېواد دی له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د کال تر پایه ۶۱۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG