د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

بدخشان کې تازه سېلابونو زيانونه اړولي؛ خو پخواني سېلاب ځپلي د مرستو له کموالي شکايت کوي


ارشیف: په بدخشان کې له دې مخکې هم سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په بدخشان کې له دې مخکې هم سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په جرم ولسوالۍ کې سېلابونو ځايي خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وايي، د جمعې په ماښام د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې سېلابونو ځايي خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

په بدخشان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ريیس محمد اکرم اکبري ازادي راډیو ته وویل، سېلابونه د جرم ولسوالۍ په خوستک سیمه کې راوتلي او د مرګ‌ژوبلې په اړه یې کره معلومات نه‌لري.

د اکبري په خبره د مخابراتي شبکو د فعالیت د کمښت له کبله د رامنځته شویو زیانونو په اړه کره معلومت نه‌شته.

هغه وويل: "د جرم ولسوالۍ د خوستک په سيمه کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته يې مالي زيانونه واړول، الحمدالله مرګ‌ژوبله چاته نه‌ده اوښتې، خو مالي تاوانونه یې ډېر دي، ګڼ کورونه او پلونه ویجاړ شوي دي."

هغه زياته کړه چې سيمې ته يې يو پلاوى لېږلى، څو د سېلابونو له کبله د رامنځته شویو زيانونو ارزونه وکړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه له ځايي خلکو سره هم خبرې وکړي، خو په سيمه کې د مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله بريالي نه‌شو.

وروستیو سېلابونو په بغلان کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي او خلک د مرستو له کمښته شکایت کوي.
وروستیو سېلابونو په بغلان کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي او خلک د مرستو له کمښته شکایت کوي.

په همدې حال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو میاشتو یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، لا یې هم ژوند عادي حالت ته نه‌دی راګرځېدلی.

دوی د مرستو د وېشلو پر بهیر نیوکه کوي او وايي، لاهم ګڼې کورنۍ بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

د بغلان ولايت يو سېلاب ځپلي حميد وايي: "خلکو د سېلابونو له کبله مالداري، کرهنه او د کورونو په ګډون ډېر څه له لاسه ورکړي دا به مشکله وي چې بېرته یې ژوندي عادي حالت ته راوګرځي، دوی خوران اوس هېڅ هم نه‌لري."

دغه راز د بغلان يو بل اوسېدونکي احسان ازادي راډيو ته وويل: "مرستې ډېرې وشوې، خو هغوی چې یې مستحق وو مرستې یې نه‌دي ترلاسه کړي، ډېری داسې کسانو چې د منځ‌ګړو رول یې درلود مرستې واخیستې."

د فارياب په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د معاذ په نوم یوه سيېلاب ځپلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د سیر، کتلوی او یکه کلیو مواصلاتي لارې بېرته رغول شوي نه‌دي، له عامه ټرانسپورټ څخه بې‌برخې یو د دغه سیمو اوسېدونکي ډېر په مشکل خپل ناروغان لېږدوي."

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې بارانونه او سېلابونه کمساري بلل شوي دي.

په فاریاب کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور د سېلاب له اوبو ډک شوی دی.
په فاریاب کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور د سېلاب له اوبو ډک شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف‌پي (WFP) وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو سربېره اقتصادي کړکېچ، وچکالي، سېلابونو او په هرات کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې زلزلې، په دغه هېواد کې د خلکو اړتیاوې زیاتې کړې دي.

'ډبلیوایف‌پي" د یکشنبې په ورځ په خپلې ایکسپاڼه کې په‌دې برخه کې د بودیجې د کمښت د اندېښنې سربېره ویلي چې، په پسرلي کې سېلابونو ځینې کلي په بشپړه توګه له‌منځه وړي او ګڼې معیشتي ستونزې یې رامنځته کړي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې د بوديجې د کمښت له کبله دا مهال کولای شي یوازې یو میلیون وګړو سره چې د خوراک لپاره هیڅ نه‌لري او وږي دي مرسته وکړي، په داسې حال کې چې ۱۱ میلیونه نور هغه د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي او دوی یې لاس‌نیوی نه‌شي کولای.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر بیا وايي چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG