د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ډبيلوایف‌پي: د وروستيو سېلابونو له زيانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي بوديجه نه لرو


وروستیو سېلابونو په غور کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په غور کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې اړمنو سره د بشري مرستو د پرې کولو او یا کمولو په اړه د مرستندویه سازمانونو د خبرداریو په دوام، د خوړو نړیوال پروګرام "ډبليوایف‌پي" تازه ويلي چې په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له لسګونو زرو قربانیانو سره مرستې لپاره لازمه بودیجه نه لري.

"ډبليوایف‌پي" زياتوي په افغانستان کې د سېلاب ځپلو د وضعیت د ښه کولو او مرستې لپاره ٦٠٠ ميلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دې سازمان په خبره نږدې ١٢٥،٠٠٠ سېلاب ځپلي چې ډېری یې د بغلان، فاریاب، لغمان او غور ولایتونو څخه دي، اوس له سېلابونو وروسته د دویمې میاشتې لپاره مرستې ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د "ډبليوایف‌پي" د پروګرامونو مسوول ټیم انډرسون د سېلاب ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده: "اصلي موضوع دا ده چې څنګه کولای شو له کافي بوديجې پرته د روان کال په راتلونکو میاشتو کې له اړمنو سره مرسته وکړو."

هغه په یوه ویډیو کې چې دې سازمان ازادي راډيو ته لېږلې سېلاب ځپلو ته د مغزي بسکويټونو په ګډون د نورو لومړنيو موادو وېش ته په اشارې سره ویلي: "دوه مياشتې وړاندې افغانستان کې شديد سېلابونه راغلل چې ورسره په سلګونه کسان مړه شول په زرګونه کورونه ويجاړ شول. خلک نه يوازې د خپل کورونو له لاسه ورکولو ته خفه وو، بلکې د څارويو او خپلو کروندو له لاسه ورکولو ته هم ډېر خفه دي، ډبليوایفإپي په بېړنۍ توګه له خوراکي موادو سره د مرستې ډګر ته ودانګل، خو دا اصلاً بسنه نه کوي څو د خلکو وضيعت ښه شي او خلک بېرته په پښو ودروي."

"ډبليوایف‌پي" دغه شان اندېښنه څرګنده کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د اقلیم بدلون لا زيات شي او ويلي يې دي، دا د خوړو په خوندیتوب اغېز کولی شي.

خو سېلاب ځپلي وايي، لا هم ستونزو سره مخ دي او په خبره یې د نړيوالو مرستندويه ادارو له مرستې پرته به ورته ژوند سخت شي.

دوی مني چې د "ډبليوایچاو" له‌خوا دوی ته مرستې لکه خواړه، خېمې او جامې رسېدلې دي.

د بغلان ولايت دوو اوسېدونکو غلام او توره خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې د "ډبليوایف‌پي" د مرستو د احتمالي درېدو په اړه اندېښمن دي.

غلام وويل: "زموږ لپاره ډېره سخته ده، همدا اوس هم خلک د سوځنده لمر لاندې خپلې ورځې تېروي د خلکو ماشومان ټول په ميدان پاتي دي."

دغه راز توره خان وایي: "زموږ استوګنځي هیچا نه دي جوړې کړي، همدا يوه خېمه ده او تاسو خپله پوهېږئ چې خېمې څنګه ګرمې وي، څومره خلک په خفګان کې ژوند کوي، ناروغان دي، له يوې خوا غوماشې له بلې خوا خاورې باديږي، اوبه نه لرو، څو وخت مخکې ټانکر وو اوس يې هغه هم قطع کړى دى."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې "د قحطۍ د لومړنۍ خبرتیا سیستم شبکې" په نوم یوې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د روان کال تر سپټمبر پورې د قحطۍ د ګواښ خبرداری ورکړی.

ياده شبکه چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې پورې اړوند ده، په خپل یوه تازه راپور کې یې ویلي چې اټکل کېږي د افغانستان په ځینو برخو کې د روان کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر جنورۍ پورې د قحطۍ اغېزې دوام ولري.

دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې ویجاړونکي سېلابونه راغلل چې سلګونه کسان یې مړه، زرګونه یې بې کوره کړل، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه او دغه شان ګڼ شمېر څاروي یې له منځه يووړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG