د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

طالبان: د بامیان په یکاولنګ کې سېلابونو ۱۷ کسان مړه کړي


ارشیف: په بامیان کې له دې مخکې هم سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.
ارشیف: په بامیان کې له دې مخکې هم سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له دوام وروسته د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ " نمبر١" سيمه کې تازه سېلابونو د دوو کورنیو ۱۷ غړي مړه کړي دي.

د طالبانو حکومت د باميانو د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني وايي، دغه سېلابونه د سه شنبې په ورځ د یکاولنګ، کهمرد، ورس او پنجاب په ولسواليو کې راغلي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "له بده مرغه په یکاولنګ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د دوو کورنیو چې ماشومانو، ښځې او نارینه په کې شامل دي ۱۷ کسه مړه شوي دي."

سیغاني زیاته کړه چې د یکاولنګ ولسوالۍ د پودینه تو، هزار چشمه او دازدان چشمه په کلیو کې د سختو سېلابونو له امله ۳۵ څاروي هم له منځه تللي او د ۴۱ کورونو په ګډون کروندې، سړکونه او د اوبو کانالونه په بشپړ او جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

هغه زياتوي چې سېلابونو د کهمرد، پنجاب او ورس ولسواليو اوسېدونکو ته هم ډېر مالي زيانونه اړولي، خو په دې اړه يې نور جزیيات ورنه کړل.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د بامیان ولایت له یو شمېر سېلاب ځپلو کورنیو سره هم خبرې وکړي، خو په یادو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د خراب کیفیت له امله بریالی نه شو.

په همدې حال کې د بغلان او غور ولایتونو یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډیو ته وویل چې له شاوخوا یوې میاشتې وروسته لا هم په بد حالت کې دي او بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.

وروستیو سېلابونو د بغلان په شیرجلال سیمه کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو د بغلان په شیرجلال سیمه کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د غور ولایت د ګل درې شیخانو د سیمې اوسېدونکي غلام حیدر ازادي راډيو ته وویل: "زموږ ټول کورونه او استوګنې سېلابونو ویجاړې کړي، موږ له خپلو ماشومانو سره په دښتو کې له سرپناه پرته ژوند کوو. که دولتي بنسټونه او ادارې موږ سره مرسته ونه کړئ، موږ به له منځه ولاړ شو."

د مرکزي بغلان اوسېدونکی دین محمد هم ورته ستونزه يادوي.

هغه وایي: "دلته ډېره ګرمي ده، موږ ته د روغتیا په برخه کې هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، د ډېریو خلکو کورونه ویجاړ شوي، موږ دلته تر سوځنده خېمو لاندې ژوند کوو. زموږ ستونزو ته پام وکړئ."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، د افغانستان په شمال کې که څه هم د سختو سېلابونو له راوتلو څخه له یوه میاشتې زیاته موده تېرېږي، خو لا هم خلک د ژوند لپاره سرپناه او د بيارغونې لپاره یې د نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي لونارډ زولو وویل: "ډېر کارونه باید وشي، په صادقانه مرستو سره، کولی شو ډېرو کورنیو ته ورسېږو او دوی ته د خوندیتوب لپاره وسایل او بشري مرستې چمتو کړو."

د زولو په وینا، خلک د خپلو کورونو او ژوند د بیارغولو لپاره مرستې ته اړتیا لري.

تر دې مخکې په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر سېلاب ځپلو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د روغتیا، زده‌کړو، پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي په برخه کې د خپلو ستونزو په اړه په ځلونو له ازادي راډيو سره خپلې ستونزې شريکې کړي او له دولتي او خصوصي بنسټونو یې د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG