د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

ملګري ملتونه: د سېلاب ځپلو افغانانو بشپړ لاسنیوی نه دی شوی او دوی له ډول ډول ستونزو کړېږي


وروستیو سېلابونو په غور کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په غور کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تېرې میاشتې د سېلاب ځپلو بشپړ لاسنیوی نه دی شوی او دوی له ډول ډول ستونزو کړېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې لا هم سېلاب ځپلې کورنۍ د تېرې میاشتې د سېلابونو له زیانونو نه دي راوتلي.

د دې ادارې په وینا، په ځانګړي ډول داخلي بېځایه شوې او هغه کورنۍ زیاتې زیانمنې شوي چې تازه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د افغانستان د څانګې مرستیال ویاند فرامرز برزین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، اکثره دغه کورنۍ د سرپناه له نشتوالي کړېږي.

برزین وايي: دا مهال اړتیاوې خورا زیاتې دي او خلک د سرپناه او د استوګنې لپاره د یوه مناسب ځای له ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زیاتوي: "د اغېزمنو شویو په ډله کې داخلي بېځایه شوي او هغه کسان شامل دي چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي. دا مهال اړتیاوې خورا زیاتې دي او خلک د سرپناه او د استوګنې لپاره د یوه مناسب ځای له ستونزو سره مخامخ دي."

د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وايي چې سلګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله او سخت مالي زیانونه واړول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون جمعه په یوه راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې د سېلابونو په نتیجه کې ۳۴۷ کسان مړه او ۱۰زره کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

په دغو سېلابونو کې د خلکو په زرګونو څاروي هم تلف شوي او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي چې د ملیونونو بېوزلو کورنیو اقتصادي ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.

په وروستیو سېلابونو کې د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه اغېزمنه شوې او لا هم د خلکو دغه زیانونه جبران شوي نه دي.

وروستیو سېلابونو په بغلان کې هم د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په بغلان کې هم د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون غور ولایت ته د دوی د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر خبر ورکړی چې هلته د سېلاب ځپلیو مرسته وکړي، خو په راپور کې نه دي ویل شوي چې له سېلاب ځپلو کسانو سره څه ډول او کومې مرستې شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په خپل پروني راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې سېلابونو کرنیزې ځمکې، عام بنسټونه لکه سړکونه، پلونه، پلچکونه، روغتیايي مرکزونه، د اوبو سیسټمونه، ښوونځي او نور تاسیسات هم ویجاړ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG