د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د افغانستان سېلاب ځپلي په ګرمه هوا کې د استوګنې له نشتوالي شکایت کوي


په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې يو شمېر سېلاب ځپلي وايي، د نورو اړتياوو سربېره يې تر اوسه د استوګنې ستونزې ته لا هم پاملرنه نه ده شوې.

په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو او د اقليمي ناروغیو له امله د شته ستونزو تر څنګ په بېلابېلو ولایتونو کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې په ګرمه هوا کې له استوګنې پرته له ژوند کولو کړېږي.

په مرکزي بغلان کې یو سېلاب ځپلي علي رضا ازادي راډيو ته وویل چې سېلاب د نوموړي د استوګنځاى په ګډون هر څه ترې وړي دي.

هغه وايي: "اوسمهال موږ له خپلو ماشومانو سره تر خېمو لاندې ژوند کوو، موږ ټول په سخت حالت کې یوو. لمر ګرم دی او ډاکتر او نور هر څه ته اړتیا لرو. هر څه وران شوي او اړتیا مو زیاته ده."

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمې انځور
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمې انځور

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی ملک يعقوب وايي، که څه هم د ننګرهار د نوآباد په کلي کې د سېلاب له امله د ويجاړو شویو کورونو سروې بشپړه شوې، خو تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه وویل: "د سېلابونو له امله د زيانمنو کورونه او دېوالونه ويجاړ شوي، کورونه يې له اوبو ډک شوي وو، کورونه يې سروې شوي وو، خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د شمېرو له مخې، د بغلان، غور او فارياب په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو د مرګ‌ژوبلې او نورو زيانونو ترڅنګ شاوخوا لس زره کورونه په بشپړ او جزوي توګه ويجاړ کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر له‌خوا په غور ولايت کې سېلاب ځپلو لپاره د يوه ښارګوټي د جوړولو خبر ورکړل شوی.

د طالبانو د حکومت د ارګ پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکل شوي چې په دغه ښارګوټى کې ۲۰۰ د استوګنې کورونه يو روغتيايي کلنيک يو ښوونځی، يو جومات او د برښنا او اوبو رسولو سيستم جوړېږي.

خو په غور ولايت کې سېلاب ځپلي په دغې پرېکړې د نيوکې تر څنګ وايي چې د زيانمنو شمېر ډېر دى او د ٢٠٠ کورونو جوړول د ټولو لپاره بسنه نه کوي.

د غور یو سېلاب ځپلی وايي: موږ يوازې د غور په فېروز کوه کلي کې ٣٠٠ ويجاړ کورونه لرو نه پوهېږو چې دا دوه سوه کورونه د چا لپاره جوړېږي.

يوه سېلاب ځپلي چې نه يې غوښتل نوم یې په راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته وویل: "زموږ درد دا دی چې په غور کې د سېلابونو د راوتلو او د خلکو د ستونزو د ليدو له پاره چارواکي راځي خو خلک يې نه ويني او په دې دوه سوه کورونو سره د خلکو ستونزې نه حل کېږي. موږ يوازې د غور په فېروز کوه کلي کې ٣٠٠ ويجاړ کورونه لرو نه پوهېږو چې دا دوه سوه کورونه د چا لپاره جوړېږي."

د استوګنو او د خلکو د ستونزو د هواري په اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له ویاند ملا جانان سايق څخه وپوښتل شول، خو ازادي راډیو د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ترلاسه نه کړ.

د روغتیا د نړیوال سازمان په تازه راپور کې، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې خپور شوى، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو ولايتونو کې د سېلاب ځپلو وضعیت ښه نه دى بلل شوی او ویل شوي چې سېلاب ځپلي بېړنۍ بشري مرستو او روغتيايى ته اړتيا لري.

په روان لمریز کال کې سېلابونو د سلګونو ځاني زيانونو ترڅنګ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې دغو سېلابونو شاوخوا لس زره کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د نښلېدونکو لارو، مکتبونو روغتيايي مرکزونو، د اوبو سرچينو په ګډون یو شمېر عامه تاسیسات ويجاړ کړي او په زرګونه څاروی یې هم له منځه وړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG