د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

ډبلیوایف‌پي: له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال یوځل بیا له خپلو مېنو بېځایه شوي


په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" وايي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون او د هوا د حالاتو له کبله یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته په جبري ډول ستانه شوي، یوځل بیا له خپلو کورونو بېځايه شوي دي.

په افغانستان کې د اورښتونو دوام او په دغه هېواد کې د هوا د حالاتو له امله د رامنځته شوي ناورين په پراخېدو سره، د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه د هغو راستانه کړل شویو افغانانو په اړه اندېښنه کې دی، کوم چې له دې امله زیانمن شوي دي.

"ډبليوایف‌پي" وايي، په دغه هېواد کې د اقلیم د بدلون له امله یو شمېر افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته په زور ستانه کړل شوي، یوځل بیا له خپلو کورونو بېځايه کړي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ زیاته کړې چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې تر نیم میلیون ډېر کسان اړ شوي چې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي. November 28, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي. November 28, 2023

افغانستان ته یو شمېر راستانه شوي افغانان هم وايي چې سېلابونو د دوی کورونه ویجاړ کړي، اوس په ګرمې هوا کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د يادو کډوالو له ډلې یو هم امیر محمد دى چې له پاکستانه راستون کړل شوى دى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، بغلان ته راستون شوی و چې سېلابونو یې کور یووړ او اړ شو، چې کډه شي.

هغه زیاتوي: "موږ پخوا پاکستان کې اوسېدو، اوس موږ ډېر په تکليف شو ماشومان مو وویستل، زمونږ کورونه وران شوي او دا خېمې د پلاستیک په څېر دي، د هوا په ګرمېدو سره ډېرې ګرمېږي، زموږ ماشومان ټول ناروغه شوي، موږ د يو این ایچ سي آر (د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ) څخه غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وکړي."

له پاکستانه يوه بله راستانه شوې شبانه هم ورته شکايت لري او وایي: "کله چې سېلاب راغى موږ د خلکو په کورونو کې اوسېدو او مجبوره شو راغلو دلته ځان ته مو یوه چاره وکړه، زما زوی شهيد شوی، مېړه مې مړ شوی، کونډه يم. زما ماشومان او لمسیان له ما سره دي. موږ ځای نه لرو، خېمه نه لرو. زما ماشومان ټول ناروغان دي، دانې پرې راختلي. موږ مرستې ته اړتیا لرو."

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې په خپل یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله اوس هم خدمتونو ته لاسرسی یوه ستره ننګونه ده، ځکه ډېری کلیو ته مواصلاتي لارې پرې شوې دي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وروستي ویجاړونکي سېلابونه ښايي په راتلونکو میاشتو کې لاپسې زیات شي او په ځپل شویو سیمو کې به د خوړو د نه خوندیتوب ناورین چې لا له وړاندې موجود و لا پسې زیات کړي.

په افغانستان کې طبیعي افتونه په ځانګړي ډول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه له خپلو کورونو څخه د راستنېدونکو د بېځایه کېدو ترڅنګ خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.

د سره صليب او سرې مياشتې نړیوال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله د انساني مرګ ژوبلې خبر ورکړ او ويې ويل چې د روان کال په اپرېل او مې مياشتو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم ویلي وو چې د بغلان، غور او فاریاب په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰زره ډېر کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۸۰زره کسان ټپیان شوي دي.

په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو تر کنترول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو د احتمال خبر ورکړ.

دغه رياست وايي، د زمري مياشتې په ٣٠مه او ٣١مه په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني، ميدان وردګو او باميانو ولايتونو کې د اورښتونو او سېلابونو وړاندوينه شوې چې د اورښت اندازه په بېلابیلو ځایونو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې ښودل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG