د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د افغانستان په ځینو سېلاب ځپلیو سیمو کې د تنفسي او نس‌ناستي ناروغیو زیاتوالي ته اندېښنې


په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د هوا په ګرمېدو سره هممهاله د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو سېلاب ځپلي وايي، د تنفسي ستونزو او شديد نس ناستي په ګډون د يو شمېر ناروغيو خپرېدو او زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکو اوبو او لازمو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی په خپلو سیمو کې د دې ناروغیو د خپرېدو اصلي لاملونه بولي.

د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ د فلول کلي یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې خورزه یې تنفسي ستونزه او شديد نس ناستی لري او د دوی په سیمه کې د روغتیايي مرکز د نشتوالي له امله دوی اړ دي چې هغه باید د کندز ولایت روغتون ته ولېږدوي.

د بغلان یو اوسېدونکی وايي: زما خورزه د کندز په انتاني روغتون کې بستر ده، د هغې وضعیت د اندېښنې وړ دی، هغه سینه ده او د ستوني درد لري، ډېر شديد نس ناستی لري او شدیده تبه کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "کومې ناروغي چې خپرې شوي تنفسي ناروغۍ هم په‌کې شاملې دي، زما خورزه چې څلور میاشتنۍ ماشومه ده له دې ناروغۍ سره مخ ده، هغه دا مهال د کندز په انتاني روغتون کې بستر ده، د هغې وضعیت د اندېښنې وړ دی، هغه سینه ده او د ستوني درد لري، ډېر شديد نس ناستی لري او شدیده تبه کوي."

د بغلان يو بل اوسېدونکى خدايقل هم په خپله سيمه کې د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دلته ماشومان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، باغونه او شنې سيمې چې دلته وې ټول په خاورو بدل شوي او ټول په خټو او ګرمۍ کې ژوند کوي، ګرځنده کلينيکونه ټوله له دې ځاى تللي او موږ دلته يو کلينيک لرو چې درمل نه لري."

د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکي شریف‌الله ازادي راډيو ته وویل چې د څښاک پاکو اوبو ته د ځايي خلکو نه‌لاسرسي خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: "خلک پاکې اوبه نه لري، خلک د هغه سيند اوبه کاروي چې په بشپړه توګه له سېلاب وروسته خړې شوي، د پاکولو اسانتياوې او امکانات نه لري، له همدې امله خلک او ماشومان شديد نس ناستی لري او د بدن د اوبو له کموالي سره مخ دي. مېوه لرونکي ونو هم له سېلاب وروسته حاصل ور نه کړ."

په ورته وخت کې د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ اوسېدونکي حیات‌الله هم ازادي راډيو ته وویل چې د اوبو د ذخيرو د کمېدلو له امله د دوى د سیمې خلک له ډېرو روغتیايي ستونزې لري.

ارشیف: په پروان کې سېلانونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ارشیف: په پروان کې سېلانونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په خبره، دوى روغتيايي مرکزونو ته تللو لپاره بايد شاوخوا شپږ کيلومتره لار ووهي.

هغه وویل: "په دې دوه يا درېيو مياشتو کې چې موسمي بارانونه او سېلابونه شوي وقايه نه ده شوې او د څښاک د اوبو ذخيرې له منځه تللي، خو حکومت يا کومې ادارې ورته هېڅ توجه نه ده کړې او دا مهال خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ دي."

ياد سېلاب ځپلي په داسې حال کې په خپلو سيمو کې د ناروغيو له خپرېدو او ډېرېدو شکايت کوي چې د روغتيا نړيوال سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې په سېلاب ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د خپرېدو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د پاکو اوبو د نشتون له امله د نس ناستي او نورو ناروغيو پېښې د ډېرېدو په حال کې دي.

ياد سازمان دوه اوونۍ وړاندې په خپل راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ ولايتونو کې د سېلاب ځپلو د وضعیت د نازکوالي له امله او د دغو سېلاب ځپلو د بشري او روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو اضافي سرچينو ته اړتيا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د شمېرو له مخې، د غور، بغلان، فاریاب، تخار او بدخشان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو کې سلګونه کسان مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

په داسې حال کې چې اوس هم د سېلابونو له امله په بېلابېلو ولايتونو کې ستونزې په خپل ځای دي، د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې په ورځ اعلان کړى چې د یکشنبې په ورځ به د افغانستان ۲۳ ولایتونه شديد بارانونه، سېلابونه او بادونه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG