د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

کارپوهان: د اقليمي بدلون د زیانونو کمولو او کوکنارو د کښت منع کولو له امله بزګران بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په ارزګان کې یو بزګر د کوکنارو کروندې خړوبوي.
ارشیف: په ارزګان کې یو بزګر د کوکنارو کروندې خړوبوي.

د ځمکې او اوبو کارپوهان وايي چې په افغانستان کې اقليمي بدلونونو، په تېره بیا وروستیو طبيعي پېښو بزګرو ته ډېر زیان اړولی او هغوی يې بېړنیو مرستو ته اړ کړي دي.

په تېرو څو مياشتو کې ډېر سېلابونه په غرنیو او داسې سیمو کې راغلل چې هلته بزګر لږ زراعتي ځمکې لري او د کورنیو یوازینۍ مالي سرچینه يې همدا زراعتي ځمکې وې.

د ځمکې کارپوهان وايي چې په عمومي ډول په افغانستان کې زراعتي ځمکې لږ دي او د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت تر منع کولو وروسته اقليمي بدلون، په تېره بیا وروستیو بارانونو بزګرو ته ډېر زیان رسولی دی.

د ځمکې متخصص خليل احمد نادم د کوکنارو د کښت منع کول پر ځای کار بولي، خو پر دې خبره هم ټينګار کوي چې د دې کښت منع کولو او اقليمي بدلون له امله بزګرو ته زیان اوښتی او هغوی مرستو ته اړتیا لري.

نادم وویل: "د زراعتي ځمکو ویجاړېدل د بزګرو او ځمکه والو لپاره ډېر لوی زیان دی، ځکه چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې زراعتي ځمکې لږ دي او بزګران ډېرې ځمکې نه لري، له همدې امله باید د زراعت بديل په پام کې ونیول شي، باید بزګرو ته امکانات ورکړل شي لکه کېمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه، تر څو هغوی وکولای شي چې له لږو ځمکو څخه ډېر حاصلات ترلاسه کړي."

په وروستیو کلونو کې د اقليمي بدلون بحث راپورته شوی او وروسته پاته هېوادونو باندې د دې ناوړه اغېزو د مخنيوي لپاره څو سازمانونه جوړ شوي، خو په افغانستان کې درې کاله مخکې بدلون او مشروع نظام نه جوړېدل د دې سبب شوي چې افغانستان له دې ډول مرستو څخه بې برخې پاتې شي.

په تېرو دریو کالو کې له افغانستان سره تر لسو میلیارډو ډالرو ډېرې بشري مرستې شوي چې د دې مرستو لویه برخه د بهرنیو ادارو له خوا لګول کېږي.

د اوبو د مديریت متخصص نظیم سمون وړانديز کوي چې باید د بزګرو پر ژوند د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو د مخنيوي لپاره یوه ډېره اندازه بشري مرستې دې برخې ته ځانګړي شي.

سمون وویل: "هغه بشري مرستې چې له افغانستان سره کېږي باید یوه لویه برخه يې اقليمي بدلون او د دې بدلون ناوړه اغېزو مخنيوي ته ځانګړې شي. داسې سازمانونه شته چې د اقليمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو یا مخنيوي لپاره له زیانمن شویو هېوادونو سره مالي مرسته کوي. دا سازمانونه په دې برخه کې هر کال له پرمختللیو هېوادونو له خوا لږ تر لږه اووه ميلیارده ډالر بودیجه ترلاسه کوي. دا وروستی راپور چې د ملګرو ملتونو ځانګړو همغږي کوونکو چمتو کړی و یوه برخه يې اقليمي بدلون و ترڅو په دې برخه کې مرستې وشي او افغانستان وکولای شي چې د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو کمولو ته چمتو واوسي."

ملګرو ملتونو د خپلو څېړنو په نتیجه کې موندلې چې د افغانستان بزګران د کوکنارو د کښت منع کولو او بديلو مرستو نه ترلاسه کولو له امله هر کال تر یو نیم ميلیارد ډالرو پورې عاید له لاسه ورکوي.

د دې سازمان د ارزونې له مخې، د کوکنارو د کښت منع کولو ترڅنګ، اقليمي بدلون د دې سبب شوی چې د افغانستان بزګران نور هم بېوزله شي او بېړنیو مرستو ته اړتیا پيدا کړي.
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG