د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د طالبانو حکومت د کېمیاوي نشه يي موادو جوړولو نژدې یو نیم سل کارخانې ویجاړې کړې دي


طالبان - ارشیف
طالبان - ارشیف

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د نیول شویو نشه يي موادو په ډولونو کې د کېمیاوي نشه يي موادو اندازه ډېره شوې ده.

دا نشه يي مواد چې په افغانستان کې جوړ شوي د دې هېواد بېلابېلو ښارونو ته قاچاق کېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تازه ويلي چې د نشه يي موادو د جوړولو څو کارخانې يې ویجاړې کړي دي.

د یادولو وړ ده چې په دې کارخانو کې تر ډېره حده کېمیاوي نشه يي مواد، په تېره بیا ښیښه جوړېدل.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو نظاميانو په تېره اونۍ کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د نشه يي موادو جوړولو (۱۴۳) کارخانې ویجاړې کړي دي.

په دې لړ کې اووه کارخانې په نیمروز، (۳۶) کارخانې په فراه، درې کارخانې په هرات او (۹۷) کارخانې په غور ولایت کې تخریب شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د دوی امکانات لږ دي او دا لږ امکانات د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې لګول کېږي:

" په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته نژدې شوی دی، موږ د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره هم خپل کوښښ کوو، موږ هڅه کوو چې زموږ د مبارزې کچه لوړه شي او په بشپړه ډول د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شي. دا کار ډېر وخت غواړي او زموږ امکانات لږ دي. موږ تر دې مهاله د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره کوښښونه کړي دي، تر دې وروسته به ان شاالله ډېره هڅه وکړو چې نشه يي مواد قاچاق نه شي او په بشپړ ډول منع شي. "

له دې کارخانو څخه سل لېټره تېزاب، ومان بوټي، رنګ او بېلابېل داسې کېمیاوي مواد ترلاسه شوي چې د کېمیاوي نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېده.

که څه هم د طالبانو حکومت خپلواکو بنسټونو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو وضعیت له نژدې څخه وڅاري او په دې اړه د ملګرو ملتونو تازه راپور هم نه دی خپور شوی، خو پروسږکال د دې سازمان یوه راپور وښوده چې په افغانستان کې د کېمیاوي نشه يي موادو جوړېدل په چټکۍ سره ډېرېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې تحليګران وايي، د طالبانو حکومت د کوکنارو مسئلې ته ډېره توجه کړې او له دې فرصت څخه د کېمياوي نشه يي موادو مافيايي ډلو ګټه اخيستې ده. دې ډلو چې پخوا به يې تاریاک قاچاق کول، اوس يې د کېمیاوي نشه يي مواد قاچاقو ته ډېر پام اړولی دی، ځکه چې د دې ډول نشه يي موادو قاچاق ډېر اسانه دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ پخوانی معین ډاکټر ظفر په افغانستان کې د کېمیاوي نشه يي موادو د تولید مسئله خطرناکه بولي.

" له تاریاکو سره به مبارزه وشي، خو کېدای شي چې له دباندې څخه افغانستان ته نور نشه يي مواد هم قاچاق شي او یا ځينې ډولونه يې په هېواد کې دننه جوړ شي چې دا خپله یو سرخوږی دی. "

د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې ادارې په وروستي راپور کې ويلي شوي وه چې افغانستان د کېمیاوي نشه يي موادو د تولید په سرچینه او اروپا ته د دې موادو د قاچاقو په لاره اوښتی دی، ځکه ډېری نشه يي مواد د ایران او پاکستان له لارې اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم په دې وروستیو کې ادعا کړې چې افغانستان ته له دباندې څخه ډېری هغه کېمیاوي مواد قاچاق کېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

XS
SM
MD
LG