د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

په هرات کې ۱۰۰ کسه روغ شوي معتادین د هغوی د ساتنې او پالنې له مرکزه رخصت شول


ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د راټولولو له پروګرامه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د راټولولو له پروګرامه یو انځور

په هرات ولایت کې ۱۰۰۰ معتادین د هغوی د ساتنې او پالنې له مرکز څخه تر یوه کال تېرولو وروسته رخصت شول.

په هرات ولایت کې د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز، هغه ځای چې له لویه سره د څلورو زرو معتادینو لپاره جوړ شوی، خو اوس تر شپږ زره ډېر معتادین پکې ساتل کېږي.

په دې مرکز کې ساتل شوي معتادین شکایت کوي چې تر یوه کال ډېره موده کېږي چې د طالبانو د حکومت له خوا دې مرکز ته راوړل شوي، خو د نشې تر پرېښودلو وروسته بیا هم اجازه نه ورکول کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د ظفر په نوم یو معتاد چې په دې مرکز کې ساتل کېږي وايي، که څه هم ده نشه پرې ايښې او اوس روغ شوی دی، خو بیا هم د دې مرکز چارواکي اجازه نه ورکوي چې خپل کور ته ولاړ شي.

هغه وویل: " زه هم کور او اولادونه لرم، حکومت دې یو کار وکړي، روغو شويو خلکو ته دې اجازه ورکړي چې خپلو اولادونو او کورونو ته ولاړ شي."

د طالبانو حکومت تازه له دې مرکز څخه زر روغ شوي معتادین رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل.

د روغتيايي معیارونو پر بنسټ باید یو معتاد د ۴۵ ورځو لپاره بستري کړل شي، خو د طالبانو حکومت د روغتيايي امکاناتو او مسلکي کارکوونکو د کموالي له امله معتادین په دې مرکز کې ساتي.

۳۵ کلن نبي د هرات ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې په څلور زره بستريز مرکز کې یوولس مياشتې تېرې کړي او اوس له دې مرکز څخه رخصت شوی دی، دی وايي چې پخوا هم د بېکارۍ له امله معتاد شوی و، خو اوس هم که د کار زمینه ورته برابره نه شي، بیرته به د نشو په دام کې ونښلي.

هغه وايي: "بې کاره او بې سرنوشته وم، تل مې دا هڅه کوله چې یو کار پيدا کړم او بوخت اوسم، اخير تېروتنه راڅخه وشوه او معتاد شوم."

په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، دوی ځکه معتادین د ډېر وخت لپاره په دې مرکز کې ساتي چې له نشه يي موادو څخه يې لاسونه لنډ شي.

د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني وايي، دوی د روغو شویو معتادینو له کورنیو څخه ضمانت اخلي چې د کورنی معتاد غړی يې بیرته معتاد نه شي.

روحاني وویل: "موږ څوارلس زره معتادین راټول کړي او د دوی درملنه مو کړې ده، کله چې دوی روغ شي موږ يې د هغوی خپلوانو ته په ضمانت ورسپارو او بیا يې څارنه کوو. لومړی خو موږ هڅه کوو چې د کار زمینه ورته برابره شي، که خپلوان يې راشي هغوی ته وایو چې ده ته د کار زمینه برابره کړي. له دې جملې څخه مو اته زره معتادین خپلو کورنیو ته سپارلي دي."

د طالبانو حکومت پروسږکال په کابل، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د معتادینو د ساتنې او پالنې لوی مرکزونه جوړ کړل، د دې مرکزونو هدف دا و چې د معتادینو لاسونه له نشه يي موادو څخه لنډ کړل شي، خو د دې مرکزونو ځينې معتادین او د دوی کورنۍ په دې مرکزونو کې د درملو او مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له امله شکایت کوي او وايي چې په دې مرکز کې معتادینو ته د اوسېدو له امله نورې روغتيايي ستونزې پيدا شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG