د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

طالبانو سږ کال په ۳۴ ولایتونو کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو لپاره عملیات وکړل


ارشیف: په کندهار کې طالب وسله وال د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې طالب وسله وال د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پر مهال

د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات پای ته ورسېدل او په دې اړه غير رسمي شمېرې ښيي چې سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وه.

د طالبانو د حکومت نظامیانو د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات د ۱۴۰۲ شمسي کال د دلوې په مياشت کې پيل کړل چې د ۱۴۰۳ شمسي کال د جوزا د میاشتې په نیمايي کې پای ته ورسېدل.

که څه هم د طالبانو حکومت تر دې مهاله په رسمي ډول د مني په موسم کې د کرل شویو کوکنارو شمېرې نه دي اعلان کړي، خو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپرې شوي خبرپاڼې ښيي چې په دې فصل کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وه.

که څه هم بزګرانو ازادي راډيو ته ويلي چې دوی د بېوزلۍ او بې کارۍ له امله کوکنار کري، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د تاریاکو د بیو لوړېدل د دې سبب شوي چې ډېر بزګران د تاریاکو کښت ته وهڅول شي.

د بدخشان د والي ویاند امین الله طیب دا مني چې د دې ولایت له ۲۸ ولسوالیو څخه په یوولسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي وو او دوی وکولای شول چې په دې ولسوالیو کې پنځوس زره جریبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي.

طیب وايي: "سږ کال د تاریاکو بيې ډېرې لوړې شوي دي، له همدې امله خلکو په بدخشان ولایت کې ډېر کوکنار کرلي دي. هغه سيمې چې اوبه يې درلودې هلته مو د مني د موسم کښتونه په بشپړ ډول ویجاړ کړل او صفر ته مو ورسول."

د تېر جمهوري نظام د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې وروستی راپور چې په ۱۴۰۰ شمسي کال کې خپور شو ښودلې وه چې، هغه مهال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وو.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کول ستايي، خو د دې کښت د ویجاړولو څرنګوالي ته ګوته نیسي.

داودزی وايي: "د کوکنارو کښت يې بند کړ، خو د بندولو په لارو چارو کې يې ملاحظات او ستونزې شته، ځکه چې دوی د بزګرو ستونزې په پام کې نه دي نيولي، د بديل کښت فکر يې نه دی کړی او دا کښت يې په زور او ناڅاپي ډول بند کړ چې دا کار خامخا د بزګرو او کليوالو خلکو ستونزې ډېروي."

هغه بزګران چې په تېر فصل کې يې د کوکنارو کښت ویجاړ شوی هغوی هم انتقاد کوي او وايي چې د طالبانو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او په دې کار کې پاته راغلي چې د دوی لپاره د بديل کښت په برخه کې د مرستو زمینه برابره کړي.

د سرپل ولایت یو بزګر جان محمد وايي چې دا پرله پسې دوهم کال دی چې د طالبانو حکومت د ده د کوکنارو کښت ویجاړوي، خو د بديل کښت په برخه کې يې مرسته نه ده ورسره کړې.

هغه وویل: "موږ بېوزله خلک یو، زموږ سره دې مرسته وشي، مثلاً موږ ته دې غنم او کېمياوي سره راکړي چې موږ خپلې ځمکې وکرو."

سږ کال هم د پروسږ کال په ډول د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته د سروې کولو اجازه ورنه کړه، خو اوس ملګري ملتونه لګیا دي او د سټلایټ یا سپوږمکۍ په وسيله د کوکنارو د کښت سروې کوي.

که څه هم د طالبانو حکومت پروسږ کال هم د کوکنارو د کښت د سروې لپاره د اووه ميلیونه افغانیو اعلان کړی و، خو یو کال وروسته يې بیا هم د دې سروې پايلې نه دي اعلان کړي او سږ کال هم تر دې مهاله په دې اړه په رسمي ډول رسنیو ته شمېرې نه دي ورکول شوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG