د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

نړیوال بانک: په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کولو بزګرانو ته یو میلیارد ډالر زیان اړولی


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د خپلې تازه څېړنې په راپور کې ويلي چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو تر ټولو ډېر زیان بزګرو ته رسېدلی دی.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت د څېړنې په تازه راپور کې ويلي چې سږ کال به د تېرکال برعکس، د افغانستان اقتصادي وده له ستونزو سره مخ وي.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابوالي د نورو عواملو ترڅنګ، د کوکنارو د کښت منع کول او همدارنګه بزګرو ته د بديل کښت نه ورکول یې عمده لاملونه بلل شوي دي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د کوکنارو د کښت منع کولو د بزګرو پر ژوند ناوړه اغېزې کړي او په وروستیو دوو کالو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې کښت منع کولو بزګران تر یوه ميلیارد ډالرو ډېرو کلنيو عایدو څخه بې برخې کړي دي.

د نړیوال بانک د راپور په دوام کې راغلي: "د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت منع کول د دې سبب شوي چې بزګران په کال کې له یوه اعشاریه درې ميلیاردو ډالرو عایدو څخه بې برخې شي او دا عاید د افغانستان د ناخالصو عایدو اته سلنه کېږي. په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له ۹۵ سلنه کموالي سره د زراعت په برخه کې څلور نیم لکه کاري فرصتونه هم له لاسه وتلي دي."

بزګرانو هم له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال شکایت کړی چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې له‌خوا له ژمنو سره سره، له دوو کالو راهيسې چې د کوکنارو کښت منع شوی، له دوی سره د بديل کښت په برخه کې هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

یو ځمکه‌وال، محمد ایوب رفیقي دا مني چې د کوکنارو د کښت له بندولو سره بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي، خو دی د نړیوال بانک دا ادعا ردوي چې افغان بزګرو پخوا د کوکنارو د کښت له لارې په کال کې تر یوه میلیارد ډالرو ډېر عایدات درلودل.

رفیقي وايي: "هغه اندازه چې دوی یې اعلانوي او هغه اندازه چې موږ یې وینو تقریباً دوه سلنه ګټه یې په افغانستان کې پاته کېږي. بهرنیان په دې کار کې لاس لري او دا خورا ډېرې پيسې دي چې بهرنیان يې له افغانستان څخه دباندې وړي. دا څنګه امکان لري چې دوی په تېرو لسو کالو کې پنځلس میلیارډه ډالر لګوي، خو بیا هم د تاریاکو اندازه له پنځو سوو ټنو څخه و شپاړسو زرو ټنو ته رسېږي، دا منطقي خبره نه ده."

د طالبانو حکومت په درېیم پر له‌پسې کال کې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې په تېر یوه کال کې د دوی نظامیانو دیارلس زره هکتاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.

په دې لړ کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر نړیوالې ټولنې د همکارۍ نه کولو له امله انتقاد کوي او وايي: "که څه هم ژمنه يې وکړه چې موږ همکاري کوو، اما له بده مرغه هېڅ همکاري نه ده شوې، خو د افغانستان اسلامي امارت چې څه په وس کې وه، د بودیجې ډېره برخه او آن دا چې د کانونو له لارې لاس ته راغلي څه اندازه پيسې د معتادینو د درملنې لپاره ولګولې او دغه ډول يې د دې لپاره ولګولې چې له دې شومي پدیدې سره جدي مبارزه وشي."

د طالبانو حکومت داسې مهال له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې همکارۍ نه کولو ته ګوته نيسي چې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون، جاپان او اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲ ميلادي کال راهيسې په دې برخه کې خپلې مرستې بیرته پيل کړي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د مرستو د لا موثریت لپاره، د دې مرستو ډېره برخه د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې لګول کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG