د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

اروپايي ټولنه: له افغانستانه د هیرويينو قاچاق کم، خو د ښیښې قاچاق ډېر شوی


ارشییف: دغه نشه يي مواد په افغانستان کې نیول شوي دي.
ارشییف: دغه نشه يي مواد په افغانستان کې نیول شوي دي.

یوه تازه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره، اروپايي هېوادونو ته د هېرويينو قاچاق هم کم شوی دی.

د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز په ۲۰۲۴م ميلادي کال کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.

په دې راپور کې راغلي، په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د ۹۵سلنه کموالي په اړه د ملګرو ملتونو تر اعلان وروسته، اروپايي هېوادونو ته د هغو هيرويينو قاچاق په نسبي ډول کم شوی چې د افغانستان له تاریاکو څخه جوړ شوي دي.

د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز مشر الکسيس ګوسډيل د دې راپور وړاندې کولو پر مهال وويل، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو په افغانستان کې دننه او ګاونډيو هېوادونو کې د افغانستان له تاریاکو څخه د هيرويينو جوړېدل اوس هم دوام لري.

هغه وايي: "څومره چې موږ پوهېږو، په افغانستان کې اوس هم د تاریاکو زېرمې او قاچاقو مسير شته، له همدې امله دا اړتیا لیدل کېږي چې څو مياشتې انتظار وکړو ترڅو په افغانستان کې پر اروپايي بازارونو باندې د کوکنارو د کښت د کموالي اغېزې ووینو، خو اوس موږ په ځينو اروپايي هېوادونو او بریتانیا کې داسې نښې نښانې وینو چې ښيي د هیرويينو نیول کم شوي او داسې برېښي چې ډېرې اغېزې به وروسته وي."

د ګوسډيل په وینا، داسې نښې نښانې هم شته چې په بازارونو کې د هیرويينو د کموالي له امله، په اروپايي هېوادونو کې د هيرويينو معتادینو کېمياوي نشه يي موادو، په تېره بیا ښیښې ته مخه کړې ده.

د دې اروپايي بنسټ په راپور کې چې اصلي موضوع يې د نشه يي موادو تولید او استعمال دی راغلي چې اروپا ته د هيرويينو د قاچاقو له نسبي کموالي سره، له افغانستان څخه د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د ښیښې قاچاق ډېر شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، په روان کال کې يوازې په ترکیه کې شپاړس ټنه هغه ښیښه نیول شوې چې په پام کې وه له افغانستان څخه اروپا ته قاچاق شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پاليسۍ او پلان پخوانی معین ډاکټر محمد ظفر وايي چې د دې نشه يي موادو له قاچاقو سره مبارزه کول د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري، خو دی دا خبره هم ورسره تړي چې اوسمهال ځينې مشکلات د دې همکاریو پر وړاندې خنډ شوي دي.

ظفر وویل: "د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل هغه ستونزه ده چې د نړۍ خلک هم په هغه اندازه مرسته نه کوي، خو که راتلونکي کلونه هم په همدې ډول دوام ولري، د نړیوالې ټولنې او افغانستان د حکومت ترمنځ اړیکه ټينګه نه شي او مرستې و نه شي، امکان لري چې وضعیت بلې خوا ته ولاړ شي."

د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو تر پرېکړې دوه کاله وروسته تازه اروپايي ډيپلوماټانو، په تېره بیا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، له نشه يي موادو سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو په بدل کې د بديل معیشیت په برخه کې د مرستو غوښتنه کړې ده، خو تر دې مهاله هيڅ یو هېواد په دې برخه کې د طالبانو له حکومت سره مستقیمې همکارۍ ته نه دی حاضر شوی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG