د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

ایراني چارواکي: له افغانستان څخه ايران ته د تاریاکو قاچاق کم شوی نه دی


ارشیف
ارشیف

ایران وايي چې له افغانستان څخه ايران ته د تاریاکو قاچاق نه دی کم شوی او د طالبانو د حکومت استدلال هم د منلو وړ نه دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو د دوهمې واکمنۍ دوه نیم کاله کېږي، خو د نورو مسایلو ترڅنګ له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت او ګاونډيو هېوادونو تر منځ لازمه همکاري او همغږي نه شته.

له افغانستان څخه د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه په قرغزستان کې د امنیت شورا د مشاورینو په وروستۍ غونډه کې د هند او روسيې د شکایتونو په دوام سره اوس ايراني مقاماتو هم ادعا کړې چې له افغانستان څخه ایران ته د تاریاکو قاچاق نه دی کم شوی.

د ایران له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسيون مشر سردار سکندر مومني د دې هېواد رسنیو ته ويلي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت کې د کموالي د ادعا برعکس، له افغانستان څخه ايران ته د تاریاکو قاچاق نه دی کم شوی.

هغه وویل: "د طالبانو چارواکي راغلي وو، د دوی استدلال دا و چې د کوکنارو کښت اتیا-نوي سلنه کم شوی دی، خو اوسنی قاچاق هغه مواد دي چې زېرمه شوي او د دې کار مخينوی ډېر وخت ته اړتیا لري، په هر حال موږ ورته وويل څوک چې کولای شي د کوکنارو کرل منع کړي، د زېرمو په اړه يې هم اقدام کولای شي. هر اقدام چې د نشه يي موادو د تولید په مخنيوي کې مرسته وکړي موږ يې هرکلی کوو، خو موږ تر دې مهاله په خپل هېواد کې د کموالي نښې نه دي ليدلي."

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ شمسي کال په پسرلي کې د یوه فرمان په صادرولو سره د کوکنارو په ګډون، د ټولو نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو تولید او قاچاق منع کړ.

که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې خپلې هڅې بریالۍ بولي، خو په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې، په تېره بیا د سيمې د هېوادونو همکارۍ نه کولو ته ګوته نيسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سيمې د هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، که څه هم دا هېوادونه خپله وايي چې د افغانستان د نشه يي موادو له امله زیان ورته رسېدلی دی، خو بیا هم په دې برخه کې مرستې او مسوولیت منلو غاړه نه ږدي.

هغه وویل: "زموږ اقدامات به هغه وخت موثر او تلپاتې وي چې هېوادونه همکاره وي، هغه هېوادونه چې د افغانستان د نشه يي موادو له امله زیان ورته رسېدلی و، هغوی اوس مسوولیت لري چې له افغان بزګرو سره په معيشیتي او اقتصادي برخو کې مرسته وکړي او نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره له اسلامي امارت سره د امکان تر حده همکاري وشي تر څو موږ وکولای شو دې مبارزې ته په موثر ډول دوام ورکړو. څرنګه چې د سيمې همکاري ضرور ده، هېوادونه باید خپل مسئولیتونه درک کړي."

ایراني مقامات داسې مهال دا ادعا کوي چې د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز په خپل وروستي راپور کې یادونه کړې چې د افغانستان ډېری تاریاک ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي، هلته هېرويين ځنې جوړېږي او بیا له دې دوو هېوادونو څخه د ايراني او پاکستاني قاچاق کوونکو په وسيله اروپا ته قاچاق کېږي.

که څه هم ملګرو ملتونو سږکال د عقرب په میاشت کې د يوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تر۹۰ سلنه ډېر کم شوی دی، خو د ایران په ګډون، تر اوسه هيڅ یو هېواد نه دی چمتو شوی چې له افغان بزګرو سره د بديل کښت او اقتصادي برخو کې د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG