ملګري ملتونه وايي چې د اوبو رسولو او اوبو لګولو د منظم سيستم د نشتوالي له امله بزګران نه دي توانېدلي چې د کوکنارو له بديل کښت څخه ښه حاصلات واخلي.
اوسمهال يوازې د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه او چاپان د ملګرو ملتونو له لارې د بديل معيشیت په برخه کې له افغان بزګرو سره مرستې کوي، خو دا مرستې يوازې اصلاح شوي تخمونه او کېمياوي سره ده، اساسي پروژو، په تېره بیا د اوبو لګولو سیسټم ته پام نه دی شوی.
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د دفتر استازي بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ويلي، د اوبو لګولو په برخه کې د اساسي کارونو نشتوالی د دې سبب شوی چې، د بديل معيشیت پروګرامونه ښه پايله و نه لري.
د مېرمن انوبها سود په وینا، بزګرانو دې ته ويلي چې د کافي زراعتي اوبو د نشتوالي له امله د کوکنارو بديل کښت دوی ته ګټور نه دی.
هغه زیاتوي: "دلته د ښځو او نارینهوو اصلي غوښتنه اوبه دي. دلته په سيندونو کې اوبه بهېږي، خو له کلیو او کښتونو سره نه دي نښلول شوي چې په نتیجه کې يې د کوکنارو بديل کښت ته کافي اوبه نه رسېږي. دلته بزګران په کال کې له ځمکو څخه يوازې یو ځل حاصل اخلي، دوی پخوا کوکنار کرل، خو اوس پټاټې او لوبیا کري، خو د ډېرو حاصلاتو لپاره اوبو او مرستو ته اړتیا لري. ما چې له کومو ښځو سره خبرې وکړې، هغوی ويل هغه څه چې مالي ګټه و نه لري د کوکنارو د بديل مانا نه لري."
د طالبانو د حکومت لهخوا په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو بهير په تاوتریخوالي واوښت، د طالبانو حکومت د دې تاوتریخوالي پر مهال له بزګرو سره ژمنه وکړه چې، د دوی په سيمه کې به د بديل معيشیت پروګرامونه عملي کوي او له دوی سره به اقتصادي مرستې هم کوي، خو اوس چې د دې ژمنو او کوکنارو ویجاړولو درې میاشتې تېرې شوي، تر دې مهاله په دې ولایت کې له بزګرو سره هيڅ ډول مرستې نه دي شوي.
یو ځمکهوال محمد ایوب رفيقي وايي چې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې او کوکنارو د بديل کښت يوازینۍ لاره بزګرو ته د اوبو پيدا کولو او اوبو لګولو د منظم سيسټم جوړول دي.
رفیقي وویل: "که د افغانستان له بزګرو سره مرسته کېږي د زراعت لپاره اوبه تر هرڅه مهمې دي. که هر ډول مديریت کېږي، هغه که د اوبو بندونه جوړوي او که يې په بل ډول مديریت کوي، خو باید د اوبو ښه مديریت وشي، ځکه چې د عنعنوي کښت بنسټ له اوبو سره تړلی دی، که په افغانستان کې د اوبو مديریت سم ونه شي، حکومت دې موضوع ته پام و نه کړي، له خلکو سره ګډه ژبه پيدا کړي او نړیوال په دې قانع کړي چې راشي او په دې برخه کې پانګونه وکړي، دا ستونزه بله د حل لاره نه لري."
که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د اوبو لوی، متوسط او کوچني بندونه جوړل شول، خو بزګران دا شکایت کوي چې د دې بندونو له خوا زراعتي ځمکو ته لويې ويالې او لښتي نه دي تېر شوي.
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا