د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د ښیښې جوړولو لپاره له پاکستان څخه افغانستان ته د ومان بوټي قاچاق ډېر شوی


د ومان بوټی
د ومان بوټی

د پاکستان د بلوچستان ایالت اوسېدونکي وايي چې د دې ایالت په ځينو غرونو او دښتونو کې د ومان بوټو رېبل ډېر شوي او د دې بوټي ډېره برخه د نشه‌يي موادو جوړولو لپاره افغانستان ته قاچاق کېږي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې مدني فعالانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې له دوو کالو راهيسې د دې ایالت د زیارت نومي سیمې په دښتونو او غرونو کې د ومان بوټي رېبل دوام لري او سږکال یې بیه څو برابره ډېره شوې ده.

زیارت د پاکستان په بلوچستان ایالت پورې تړلې یوه ده، دا سیمه تر یو لک هکتاره ډېر داسې ځنګلونه لري چې په ومان بوټو پوښلي دي.

اوس د زیارت د سیمې خلکو د ومان غرنیو بوټو رېبلو ته مخه کړې او دا بوټي د پيسو په بدل کې د نشه یي موادو پر قاچاق کوونکو پلوري.

د زیارت د سیمې یوه ليکوال او خبریال غیاث کاکړ ازادي راډيو ته وويل چې د ومان د بوټو رېبل په ۲۰۲۳ ميلادي کال پيل شوي او اوس ډېر ځوانان د دې بوټو په رېبلو بوخت دي.

کاکړ وویل: "دا بوټی چې کله په زیارت کې ورېبل شي نورو ښارونو، په تېره بیا کوټې ته يې قاچاق کېږي، خپل ځانګړي کاروباریان لري چې د نشه يي موادو ځايي او نړیوالو بازارونو ته يې رسوي. پر دې کار حکومت بنديز لګولی دی، خو داسې ښکاري لکه حکومت چې په خپله پرېکړه چې جدي نه وي. که څه هم د ځنګلونو ځانګړې اداره شته، ما تر دې مهاله څوک نه دی ليدلی چې په دې جرم دي نيول شوی او سزا دي ورکول شوې وي."

کاکړ وايي چې مخکې د یوه من ومان بوټي بیه څلور زره پاکستانۍ کالداري وه، خو سږکال یې بیه اتو زرو کالدارو ته رسېدلې ده.

ومان یو غرنی بوټی دی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴م ميلادي کال کې په فراه او غور ولایتونو کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکو ځوانان وهڅول چې دا بوټی په غرونو او دښتونو کې ورېبي او پر دوی يې وپلوري. دا هغه بوټی دی چې د ښیښې یا میتافیتامین (Methamphetamine) په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږي.

د زیارت سیمې یوه اوسېدونکي یونس ازادي راډيو ته وويل چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي د ومان بوټي د رانیولو ترڅنګ د دوی سيمې ته ښیښه هم راوړي چې په دې ډول یې ډېر ځوانان معتاد کړي دي.

هغه وايي: "ومان بوټی تر پروسس وروسته د قلعه عبدالله پر خوا افغانستان ته قاچاق کېږي او هلته د ښیښې په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي چې دا ډېر خطرناک کار دی. زموږ خلک، په تېره بیا ځوانان هم ډېر ورباندې معتاد شوي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده. د ومان بوټي رېبل اوس هم دوام لري او حکومت د دې کار د مخنيوي لپاره چندان اراده نه لري."

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، افغانستان په وروستیو وختونو کې په سیمه کې د ښیښې په لوی جوړوونکي هېواد اوښتی چې د دې ښیښې ډېره برخه د ومان بوټي په مرسته جوړېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند تازه ويلي چې د دوی نظامیانو ډېر کیمیاوي نشه يي مواد، په تېره بیا هغه ومان بوټي نيولي چې د ښیښې جوړولو لپاره له دباندې څخه افغانستان ته راوړل شوي وه.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

------------------------
راپور: عبدالنافع همت

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG