د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د طالبانو حکومت معتادینو ته د تعزيري جزا ورکول پيل کړي


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین

د طالبانو حکومت پر معتادینو د محکمو حکم عملي کول پيل کړي او په دوو ځايونو کې يې معتادین په درو وهلي دي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې پروسږکال د مېزان په میاشت کې د جزايي اجرااتو کړنلاره خپره کړه.

په دې کړنلاره کې د طبي او پخوانیو اصولو خلاف معتاد ته هم جزا په پام کې نيول شوې او اوس پر معتادینو د دې جزايي کړنلارې عملي کول پيل شوي دي.

د طالبانو حکومت تازه د پکتیکا ولایت په اُرګون ولسوالۍ کې یوه معتاد ته د طالبانو د حکومت په وینا د نشې او اخلاقي فساد په تور تعزيري جزا ورکړې او هغه يې د خلکو په عام محضر کې په ۲۱ درو وهلی دی.

طبي کارپوهان معتاد ناروغ بولي او وايي چې معتاد درملنې ته اړتیا لري.

ډاکتران زیاتوي چې د نشه يي موادو استعمال د دې سبب کېږي چې معتاد خپل ځان او چلند نه شي کنټرولولای.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر منصور ارشاد وايي چې معتاد مجرم بلل او هغه ته جزا ورکول د طبي اصولو او ناروغ له انساني حقونو څخه سرغړونه ده.

ارشاد وویل: "اعتیاد یوه ناروغي ده، له همدې امله باید له معتاد سره د ناروغ په ډول چلند وشي چې هغه درملنې ته غاړه کېږدي. معتاد زنداني کول یا معتاد ته د مجرم په سترګه کتل هیڅ ډول توجیه نه لري. باید له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وشي، خو هغه کسان چې د نشه يي موادو قربانیان دي او د هغوی وجود له نشه يي موادو پرته له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، که هغوی ته د مجرم په سترګه وکتل شي او جزا ورکړل شي دوی ته به هیڅ ګټه و نه لري، ځکه هغوی مجبور دي او له کنټرول پرته په غير ارادي ډول د نشه يي موادو په لټه کې دي."

تېره میاشت هم په هلمند ولایت کې د طالبانو د حکومت قاضیانو یو معتاد د نشه يي موادو د استعمال په تور په تعزيري جزا محکوم کړی و.

د تېر جمهوري نظام له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې په قانون کې معتاد ناروغ بلل شوی او اجازه يې درلوده چې د معتادینو د درملنې په مرکز کې تر بستري کېدو پورې له ځانه سره یوه ټاکلې اندازه نشه يي مواد ولري، خو د طالبانو د حکومت په متحدالمال کې راغلي چې معتاد ته هم د هغه روغتیايي وضعیت او د قاضي رايي ته په کتو سره له شپږو مياشتو څخه نيولې بیا تر یوه کاله پورې تعزيري جزا په پام کې نيول کېږي.

دغه ډول د طالبانو د حکومت نظامیانو د جوزا پر ۱۵ نېټه د دايکنډي ولایت په مرکز نيلي کې یو معتاد داسې مهال په مرمۍ وواژه چې هغه غوښتل د نیول شویو معتادینو له ډلې څخه وتښتي.

د تېر جمهوري نظام د بشري حقونو د کمېسیون پخوانی کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور معتاد د نشه يي موادو قرباني بولي او غوښتنه کوي چې د معتاد درملنه او اصلاح دي وشي او تر دې وروسته دې هغه روغ رمټ له ټولنې سره یو ځای کړل شي.

مشکور وویل: "معتادین اجتماعي ناروغان، زیانمن شوي انسانان او د نشه يي موادو د مافیايي ډلو د کړنو قربانیان دي. باید له هغوی سره داسې چلند وشي چې د اصلاح او ټولنې سره د یو ځای کېدو سبب شي. حکومتونه او حاکمان مکلف دي چې د اصلاح او ټولنې ته د بېرته راګرځېدو لپاره له هغوی سره د ټولنې د نورو انسانانانو په ډول چنلد وکړي، ځکه چې هغوی هم زیانمن شوي او هم قربانیان دي."

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېرو دوو کالو کې يې د ۴۵ زرو معتادینو درملنه کړې او هغوی يې خپلو کورنیو ته سپارلي، خو د کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ويلي چې اوس هم د دوی په ښارونو کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي او دا هغه ښارونه دي چې ډېر معتادین په‌کې اوسېږي.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG