د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

طالبانو په هرات او نیمروز ولایتونو کې څلور ټنه نشه‌يي مواد وسوځول


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په هرات او نیمروز ولایتونو کې زرګونه کیلوګرامه نیول شوي نشه‌يي مواد وسوځول.

په ولایتونو کې د نیول شویو نشه‌يي موادو د سوځولو لړۍ پيل شوې او په دې لړ کې په هرات او نیمروز ولایتونو کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي مواد سوځول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د نیمروز ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دوی نظامیانو په تېرو شپږو میاشتو کې د خپلو عملیاتو په نتیجه کې دوه ټنه نشه‌يي مواد نیولي وه.

د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير عبدالواسع ریحان ازادي راډيو ته وويل چې د نشه يي موادو د جوړولو، قاچاقو او خرڅولو په تور سل نفره نیول شوي او محکمو ته سپارل شوي دي.

ریحان وايي: "موږ دوه ټنه نشه يي مواد نیولي دي، په دې نشه يي موادو کې ښیښه، تاریاک او چرس شامل دي. دا مواد د تېرو شپږو مياشتو په بهير کې د ښارونو، ولسوالیو او پولو په بېلابېلو سیمو کې نيول شوي چې نژدې پنځه زره لېټره يې تېزاب دي."

په جمهوري نظام کې به د نشه يي موادو د سوځولو د څارنې لپاره له کابل څخه ولایتونو ته هيئتونه لېږل کېدل او بهرنیو بنسټونو به يې هم څارنه کوله، خو اوس د طالبانو حکومت دا صلاحیت والیانو ته ورکړی او بهرنیو بنسټونو ته هم د څارنې اجازه نه ورکوي.

په دې ترڅ کې په هرات ولایت کې هم دوه ټنه نشه يي مواد سوځول شوي چې ۷۱ کیلوکرامه يې ښیښه، ۲۴ کیلوګرامه هيرويين، ۱۳۰ کیلوکرامه ومان بوټي، پنځه زره لېټره تېزاب، زر نشه يي ګولۍ، ۴۸۰ کیلوګرامه کېمیاوي مواد او ۴۹۱ کیلوګرامه يې تاریاک دي.

د هرات ولایت د ښاري محکمې د عامه امنیت د دېوان غړی مولوي غلام رسول وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې چې امنيتي ادارو د نشه يي موادو د کاروبار په تور زر نفره محکمو ته سپارولي وه، هغوی محاکمه شوي او په جزا محکوم شوي دي.

هغه وویل: "د نشه يي موادو د زندان موده اووه کاله ده او دا جزا هغوی ته د محکمو له خوا د خدای د حق پر بنسټ ورکول کېږي، د امرالمومنین په امر د دوی ټول مالونه سوځوو."

خو د هرات او نیمروز ولایتونو ښاریان د طالبانو د حکومت له خوا له نشه يي موادو سره د مبارزې دا لاره نه خوښوي، ځکه د دوی په وینا د کوکنارو د کښت منع کولو د ادعا سره سره، د دوی په ښارونو کې نشه يي موادو ته لاسرسی ډېر شوی دی.

د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې د امنيتي دلایلو له مخې نه غواړي نوم يې په راپور کې یاد شي ازادي راډيو ته وويل چې، د نشه يي موادو ازاد خرڅول او رانيول د دې سبب شوي چې د دې ولایت د معتادینو شمېر کم نه شي.

هغه وايي: "په ښار، واټونو او کوڅو کې د پرچون په بڼه د نشه يي موادو خرڅول، د دې موادو اسانه پيدا کېدل او په ښار کې د معتادینو اوسېدل، دغه ډول په ښار کې د ګډوډۍ او وسايلو د غلاوو سبب شوي چې دې وضعیت په ټولنه کې بې نظمي جوړه کړې ده."

که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت د کموالي ادعا کوي، خو د دوی د خپل حکومت د امنيتي او قضايي ادارو خپرې شوي شمېرې ښيي چې، د نشه يي موادو جوړول او قاچاق نه دي کم شوي.

دا خپرې شوي شمېرې ښيي چې په تېرو دوو کالو کې د کېمیاوي نشه يي موادو، په تېره بیا ښیښې نیول ډېر شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG