د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

ملګري ملتونه: سږکال به بیا په افغانستان کې ډېر تاریاک تولید شي


ارشیف: په کندهار کې یو شمېر کاریګر د تاریاکو د راټولولو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې یو شمېر کاریګر د تاریاکو د راټولولو پر مهال

د ملګرو ملتونو لومړنۍ څېړنې ښيي چې په افغانستان کې به سږ کال بیا ډېر تاریاک تولید شي.

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

د دې سازمان د ۲۰۲۴م کال په راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، د بزګرانو پر ژوند د دې کښت منع کولو ناوړه پايلې، تاریاکو او ښیښې د تولید مسئلې ته پام شوی دی.

د دې سازمان لومړنۍ څېړنې ښيي چې د پروسږ کال برعکس سږ کال بیا په افغانستان کې ډېر کوکنار کرل شوي او ډېر تاریاک به هم تولید شي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشرې د دې راپور د جزییاتو وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې پروسږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالي پر بزګرو ډېرې ناوړه اغېزې کړي او دا کار په افغانستان کې د بېوزلۍ سبب شوی دی.

مېرمن ګاډا ويلي له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې، په افغانستان کې له بزګرو سره د مرستو ترڅنګ دي د معتادینو د درملنې په برخه کې هم مرسته وکړي.

هغه زیاتوي: "په افغانستان کې د واکمنو مقاماتو له‌خوا د کوکنارو د کښت منع کولو په نتیجه کې دا کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی، خو دا پرېکړه د بزګرانو د عایدو بندولو سبب هم شوې او بزګران په پرله پسې ډول بشري مرستو ته اړتیا لري. سږ کال په نړۍ کې د نشه‌يي موادو د وضعیت د کلني راپور یوه ځانګړې برخه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو اغېزو، په افغان مېرمنو کې د کېمیاوي نشه يي موادو د نشې ډېروالي او درملنې د امکاناتو کموالي ته ځانګړې شوې ده."

ملګرو ملتونو پروسږ کال راپور ورکړی و چې هغه مهال په افغانستان کې په مجموع کې په لس زره او اته سوه هيکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او ۳۳۳ ټنه تاریاک ځنې تر لاسه شوي وه، خو سږ کال تر دې مهاله د کوکنارو د کښت او تاریاکو د اندازې په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴م کال په راپور کې راغلي، که څه هم د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې له ښیښې جوړولو سره به هم مبارزه وکړي، خو د دې سازمان په وینا د ښیښې تولید نه دی کم شوی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د څېړنې مسووله مېرمن انجیلا مي وايي، له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د قاچاقو په لاره کې د هيرويينو نيول ډېر شوي، خو اوس هم اروپايي بازارونه له هغو هيرويينو څخه ډک دي چې د افغانستان له تاریاکو څخه جوړ شوي او دا ډول هيرويين نه دي کم شوي.

هغه وايي: "موږ تر دې مهاله په هغو هېوادونو کې چې هيرويين راوادوي د هېرويينو ترلاسه کولو کموالی نه دی ليدلی، په تېره بیا مرکزي او لوېديځه اروپا، خو د قاچاقو په لارو کې مو د نشه يي موادو د نیولو کموالی لیدلی او دا په دې مانا ده چې، په راتلونکي کې به په اروپا کې هیرويينو ته لاسرسی کم شي. موږ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو تاثرات هم وارزول چې د دې پرېکړې په نتیجه کې چا ته ګټه او چا ته زیان رسېږي. اوسمهال د کوکنارو د کښت منع کولو په نتیجه کې د هیرویینو په جوړولو کې کموالی لیدل کېږي، خو د ښیښې جوړولو وضعیت لا تر اوسه روښانه نه دی."

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دوی له نشه يي موادو سره بریالۍ مبارزه کړې او د کوکنارو کښت يې صفر ته راټيټ کړی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د دوی امنيتي ځواکونه سږکال توانېدلي چې یوويشت زره او ۷۴۳ هيکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي.

قانع وویل: "اسلامي امارت توانېدلی چې په افغانستان کې په لږ وخت او لږو امکاناتو د نشه‌يي موادو ټغر ټول کړي، زه په ډاډ سره ویلای شم چې اوس مهال د نشه‌يي موادو په برخه کې د سيمې هېوادونو او نړۍ ته هيڅ ډول ګواښ نشته. موږ په مقابل کې هيله لرو چې په افغانستان کې د امکاناتو برابرولو، په ځانګړي ډول د بزګرو لپاره د بديل معيشیت په برخه کې همکاري وکړي."

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام او تاریاکو د تولید یادونه کوي چې د جون د میاشتې له دېرشمې نېټې څخه نيولې بیا د جولای د مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې به د هېوادونو استازي او طالبانو د حکومت هيئت د دوحې په غونډه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG