د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ګوتېرېش: طالبانو سږ کال څه کم ۵۰۰ هيکټاره ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړې


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ یو طالب وسله وال د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو پر مهال
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ یو طالب وسله وال د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو پر مهال

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تازه ارزونه ښيي چې اوس هم په دې هېواد کې کوکنار ښه ډېر کرل کېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د نشه يي بوټو، نشه‌يي موادو تولید او قاچاقو په ګډون، د دې هېواد پر وضعیت بحث وکړ.

د دې سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په راپور کې راغلي چې سږ کال هم په افغانستان کې کوکنارو کرل شوي او د طالبانو حکومت په تېرو دریو میاشتو کې وکولای شول چې د دې هېواد د ټولو کرل شوو کوکنارو څخه يوازې ۴۹۵ هيکټاره ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړي.

د دې سازمان ارزونه ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ډېر کوکنار د دې هېواد په بدخشان، کندهار، هرات، ننګرهار او تخار ولایتونو کې کرل شوي وه.

په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره د سيمه‌ييزې او نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه، د روسيې هېواد استازي وويل چې د افغانستان نشه‌يي موادو اوس هم د سيمې لپاره یو ګواښ دی.

واسیلي نبینزیا دې غونډې ته وويل: "د نشه‌يي موادو ستونزه له ترهګرۍ سره تړلې ده. طالبانو چې په دې برخه کې تر اوسه څه کړي هغه کافي نه دي، ځکه چې له نشه‌يي موادو سره مبارزه کول د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له لارې سيمه ييزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. د افغان بزګرو ملاتړ مهم دی. دغه ډول موږ په افغانستان کې د کېمیاوي نشه يي موادو د تولید په اړه هم اندېښمن یوو."

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې سږ کال د یوه کیلوګرام تاریاکو بیه ۷۵۱ ډالرو ته پورته شوې او د طالبانو حکومت وايي چې دې لوړو بیو بزګران د کوکنارو کښت ته هڅولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ګیانا هېواد استازي مېرمن کارولین بیرکیت له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، د دې لپاره چې بزګران د کوکنارو کښت ته اړتیا پيدا نه کړي، باید په افغانستان کې د بديل معيشیت پروګرامونه عملي کړل شي.

هغه وايي: "موږ دې پايلې ته رسېدلي یو چې باید بزګرو ته د کوکنارو د کښت منع کولو بديل ورکړل شي، د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې له لارې د بديل معيشیت پروګرامونه په پام کې ونيول شي، دغه ډول زرګونو بزګرانو ته د اوبو رسولو لوی او کوچني کانالونه او مېوو باغونه جوړ شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو د سروې پخواني رییس سيد نجیب الله احمدي وايي چې اوس هم د بزګرو اړتیاوو ته پام نه دی شوی.

احمدي وویل: "د بديل معیشیت پروګرامونو پياوړتيا په کار ده، لکه د اوبو بندونه، سړې خونې، د اصلاح شوو تخمونو وېشل، کېمیاوي سره، زراعتي ماشین آلات، د بزګرو د زراعتي محصولاتو لپاره بازار موندل او ځينې نور مسائل چې له بده مرغه دې برخو ته تر دې مهاله په واقعي ډول پام نه دي شوی."

ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته راپور ورکړ چې په تېرو درېیو مياشتو کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په لړ کې شل کوچني بندونه او د ستروس ۲۷۰ باغونه جوړ کړي، د ۱۶۲ هيکټاره زراعتي ځمکو لپاره يې د اوبو لګولو سيسټم ايجاړ کړی او دغه ډول يې له څوارلس زره او ۶۶۳ بزګرو سره مرسته کړې ده.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG