د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

طالبان تر خپلې واکمنۍ درې کاله وروسته د تاریاکو د کاروبار بازار بندوي


ارشیف: په افغانستان کې نشه‌يي توکي
ارشیف: په افغانستان کې نشه‌يي توکي

طالبان تر خپلې دوهمې واکمنۍ درې کاله وروسته اوس پرېکړه کوي چې په هلمند ولایت کې د نشه يي موادو د کاروبار یو بازار وتړي.

په هلمند ولایت کې د "شرافت" په نوم د تاریاکو د کاروبار بازار چې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د امنيتي حوزې په سل مترۍ کې پروت دی په وروستیو دریو کالو کې د تاریاکو د کاروبار په لوی مرکز اوښتی و.

د طالبانو تر دوهمې واکمنۍ درې کاله او د طالبانو د مشر له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو دوه کاله وروسته اوس د طالبانو حکومت پرېکړه وکړه چې دا بازار وتړي.

دا پرېکړه په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت د یوه ځايي چارواکي له خوا د نشه يي موادو کاروباریانو ته اعلان شوه.

هغه وویل: "له نن څخه شرافت بازار بند دی. په افغانستان کې د نشه يي موادو رانيول او خرڅول، په تېره بیا په دې سيمه کې چې مسوولیت يې په موږ پورې اړه لري د نشه يي موادو کاروبار په بشپړ ډول بند دی. موږ يوازې د تاریاکو لټولو لپاره د خلکو کورنو ته د ننوتلو اجازه نه لرو، تر دې ها خوا زموږ مشر موږ ته امر کړی دی، که تاسې له دې امر څخه سرغړونه وکړه جزا به مو له خپله لاسه وي، موږ په دې اړه مسوولیت نه لرو."

د فراه ولایت ودود بازار، د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ د حوض مدد بازار، د هلمند ولایت بهرامچه او شرافت بازارونه، د ننګرهار شیګل بازار، د بدخشان ولایت د خاش او اشکاشم ولسوالیو بازارونه په تېرو ۲۳ کالو کې د نشه يي موادو د رانیولو او خرڅولو مشهور بازارونه دي چې نړیوالې مافیايي ډلې ازاد لاس پکې لري.

که څه هم د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ شمسي کال د حمل د مياشتې پر ۱۴ نېټه د کوکنارو کښت او نشه يي موادو جوړول منع کړل، خو په وروستیو دوو کالو کې د دې بازارونو ډېره برخه خلاصه ده او د نشه يي موادو کاروبار پکې کېږي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د سروې او پاليسۍ پخوانی رییس سید نجیب الله احمدي وايي چې اوس هم د نشه يي موادو د کاروبار اکثریت بازارونه فعال دي، خو توپير يې دا دی چې له یوه ځایه بل ځای ته بدلېږي.

هغه وویل: "د نشه يي موادو بازارونه په موقت ډول یو ځای تړل کېږي او بل ځای خلاصېږي. اوس په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي موادو بازارونه شته لکه نيمروز، هلمند، کندهار، فراه، بادغيس، ننګرهار، بدخشان او دوه مرکزي ولایتونه. د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي، یوه برخه کښتونه ویجاړ شوي او بزګرانو د پاته کښتونو حاصلات واخيستل. د نشه يي موادو بيې ډېرې لوړې شوي او واکمنه ډله له خپلو ستراتيژيکو زېرمو څخه خورا ډېرې پيسې ترلاسه کوي."

د طالبانو حکومت پروسږکال ادعا وکړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې ۹۵ سلنه کم شوی، دغه ډول ملګرو ملتونو هم دې ته ورته خبره وکړه، خو د افغانستان ګاونډي هېوادونه، په تېره بیا ايران او تاجکستان ادعا کوي چې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د نشه يي موادو قاچاق نه دی کم شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا مني چې اوس هم له افغانستان څخه دباندې نشه يي مواد قاچاق کېږي، خو دی پر دې خبره ټينګار کوي چې د کوکنارو د کښت تر منع کولو وروسته به د نشه يي موادو د قاچاقو مخنيوي ته ډېر پام وکړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG