د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو سره په ګډه د کوکنارو د سروې غوښتنه کړې


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته وړانديز کړی چې په افغانستان کې د دوی له حکومت سره په ګډه د کوکنارو د کښت سروې وکړي.

د کوکنارو د کښت وخت او د دې کښت د ویجاړولو لپاره د طالبانو د حکومت عملیات پای ته رسېږي، له دې سره سم د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې سازمان د کوکنارو د کښت د شمېرو په راغونډولو لګیا دی.

په دې اړه د دې سازمان یو هيئت کابل ته تللی چې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه د طالبانو د حکومت موندنې او شمېرې ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په یوه خبرپاڼه کې ليکلي، د دې معينیت د تحلیل او سروې رییس له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره دې په ګډه همکارۍ د کوکنارو د کښت سروې وکړي.

اوسمهال د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ځمکې له لارې او ملګري ملتونه يې په هوا کې د سټلايټ یا سپوږمکۍ له لارې سروې کوي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينیت د تحلیل او سروې پخوانی رییس نجيب الله احمدي وايي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت د سروې پوره تخنيکي امکانات نه لري او کره شمېرې نه شي ترلاسه کولای.

احمدي وویل: "طالبان د افغانستان د پراخو ځمکو د سروې وس نه لري چې د احصائیې د علم په اساس بېلګې واخلي او دا شمېرې ترلاسه کړي چې څومره کوکنار کرل شوي وه، خو ملګري ملتونه چې د هوا له لارې کومه سروې کوي، تر یوې اندازې امکان لري چې د کوکنارو ټول کښتونه سروې کړي او دا سروې د طالبانو تر سروې عملي ده."

په تېرو دریو کالو کې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته اجازه نه ده ورکړې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او تاریاکو تولید له نژدې څخه وڅاري او په دې اړه راپور چمتو کړي.

ملګرو ملتونو په تېرو دوو کالو کې د سټلایټ یا سپوږمکۍ په وسيله یوه سروې وکړه او د دې سروې راپور يې په ۲۰۲۳م میلادي کال کې اعلان کړ، دې سروې ښودلې وه چې، په افغانستان کې په لس زره او ۸۰۰ هيکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او له دې کوکنارو څخه ۳۳۳ ټنه تاریاک ترلاسه شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت پروسږکال اعلان وکړ چې د کوکنارو د کښت د سروې لپاره يې اووه ميلیونه افغانۍ ځانګړي کړي دي، خو د یوه کال تر تېرېدو وروسته بیا هم د دې سروې پايلې نه دي اعلان شوي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د پلان او پالیسۍ پخوانی معین ډاکتر ظفر وايي چې د کوکنارو د کښت سروې د دې کښت د کمولو او پرمختیايي پلانونو عملي کولو د پالیسۍ لپاره کېږي، خو که دا سروې ګاني په جلا جلا ډول ترسره شي، د ګټې پر ځای ستونزې پېښوي.

ظفر وویل: "دا چې اوس طالبان د ځمکې له لارې او ملګري ملتونه د هوا له لارې سروې کوي دواړه لارې یې ګټورې دي، خو د ځمکې له لارې سروې ډېر لګښت غواړي او د افغانستان ټولو سيمو ته تلل ستونزمن کار دی. دوې جلا جلا سروې ګاني کول په خپله اختلاف پېښوي، خو ګډه سروې د جلا جلا سروې په پرتله ګټوره ده او جلا جلا سروې ګاني کول ستونزې نورې هم ډېروي."

ملګرو ملتونو او د افغانستان حکومت له ۲۰۰۹م څخه بیا تر ۲۰۲۰م میلادي کاله پورې د امریکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا آی‌این‌ایل (INL) په ګډه د کوکنارو د کښت په اړه یوه سروې وکړه.

دا ډول سروې ګاني د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید د اندازې معلومولو ترڅنګ، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې له پالیسۍ تدوین کولو او پرمختیايي پروګرامونو له عملي کولو سره هم مرسته کوي.

د دې راپور غږیز بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG