د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

په فراه کې د نشې پرېښودلو غوښتنه ډېره ده، خو د درملنې امکانات يې لږ دي


ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د درملې د یوه مرکز څنډه
ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د درملې د یوه مرکز څنډه

د فراه ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د نشې پرېښودلو او روغتون کې د معتادینو د بستري کېدو غوښتنه ډېره شوې ده.

تر هرات وروسته فراه دوهم ولایت دی چې ډېر معتادین په‌کې راټول شوي دي، خو په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې امکانات لږ دي.

ځايي چارواکي وايي، که څه هم د دې ولایت زرګونه معتادین د نشې پرېښودلو اراده او درملنې په مرکز کې د بستري کېدو غوښتنه لري، خو دوی يوازې د پنځه سوه بستریز مرکز امکانات لري.

د دې مرکز سرپرست مسوول مولوي شمس الدین د فراه ولایت له سوداګرو او خيریه ټولنو څخه غوښتنه کوي چې د نورو بستري خدماتو لپاره دي له دوی سره مرسته وکړي.

هغه وویل: "اوس په دې کيمپ کې ۴۸۲ نفره بستري دي، خو موږ د پنځه سوه نفرو امکانات ورته برابر کړي دي، پلان مو ورته جوړ کړی چې په راتلونکې کې د دې کمپ ظرفيت زرو بسترو ته لوړ شي. زه له ملي سوداګرو او خيریه ټولنو څخه غوښتنه کوم چې دا معتادین لکه خپل وروڼه داسې وګڼي او د خپل وس په اندازه مرسته ورسره وکړي."

په دې مرکز کې بستري شوي معتادین شکایت کوي چې د امکاناتو د نشتوالي له امله د دوی معیاري درملنه نه کېږي او د پنځه څلوېښت ورځو پر ځای دا څوومه میاشت ده چې دلته بستري شوي دي.
له دې معتادینو څخه د ستار په نوم یوه معتاد ازادي راډيو ته وويل چې له دریو میاشتو راهيسې دلته بستري دی.

هغه وايي: "درې میاشتې کېږي چې موږ دلته بستري شوي یو، زما غوښتنه دا ده چې کوم معتادین دباندې پاته دي، هغوی ته دي هم پاملرنه وشي."

د فراه ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې اوس په ځوانانو کې د نورو نشه يي موادو ترڅنګ، نشه يي ګولیو هم رواج موندلی دی.

د دې ولایت یو اوسېدونکی جمیل د نشه يي موادو د زیانونو په اړه ناخبري په نشه يي ګولیو باندې د معتاد کېدو اصلي علت بولي.

هغه وویل: "د اعتیاد اصلي سرچینه همدا نشه يي ګولۍ دي، یو ورزشکار ځوان هم په دې هيله چې ښه فوټبال وکولای شي دا ګولۍ خوري چې نتیجه يې اعتیاد دی. باید د عامې روغتيا ریاست درملتونونه وڅاري او د دې ډول ګولیو خرڅول په بشپړ ډول منع کړي."

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم دا مني چې په دې ولایت په تېره بیا درملتونونو کې د نشه يي ګولیو د خرڅولو معلومات دوی ته هم رسېدلي دي.

د فراه ولایت د عامې روغتيا رئیس مولوي احسان الله شاکر وايي، دوی درملتونونو ته توصیه کړې چې د ډاکټر له نسخې پرته چا ته درمل ور نه کړي.

هغه وايي: "هغه خلک چې په ښار کې له درملو څخه غير قانوني استفاده کوي، موږ د دې کار د مخنيوي لپاره اړونده ادارو ته مکتوبونه لېږلي دي او موږ هم څارنه کوو چې له دې درملو څخه غير قانوني نه، بلکې د ډاکټرانو له توصيې سره سم استفاده وشي."

د طالبانو د حکومت له خوا د نيول شويو نشه يي موادو په اړه راپورونه ښيي چې په وروستیو مياشتو کې په افغانستان کې د نشه يي ګولیو نيول ډېر شوي دي.

د دې ترڅنګ، ځينې درملتونونه هم د عامې روغتيا وزرات د اصولو خلاف، د ډاکټر له نسخې پرته پر معتادینو باندې درمل، په تېره بیا نشه يي ګولۍ خرڅوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG