د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

په افغانستان کې د ښیښې او نشه یي تابلیتو قاچاق په بېساري ډول زیات شوی


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په وروستیو دوو کالو کې د نیول شوو نشه يي موادو ډېره برخه ښيښه تشکيلوي، په داسې حال کې چې پخوا به تاریاک ډېر نیول کېدل.

اوس تازه د طالبانو د حکومت نظامیانو د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې (۲۹۳) کیلوګرامه ښیښه داسې مهال نیولې چې په پام کې وه د موټر په وسيله له هېواد څخه دباندې قاچاق شي.

د ملګرو ملتونو سازمان او اروپايي ټولنې راپورونه ښیي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمولو سره په دې هېواد کې د ښیښې جوړول څو برابره ډېر شوي دي، خو د طالبانو حکومت بیا د دې نشه يي موادو نیول له خپلو بریاوو څخه ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین د دفتر رئیس حسیب الله احمدي وايي چې دوی د کوکنارو د کښت منع کولو ترڅنګ، د نشه يي موادو د جوړولو پر وړاندې هم مبارزه کړې ده.

" په ۱۴۰۲ کال کې د دوولس نیم سوه په شا و خوا کې د نشه يي موادو کارخانې ویجاړې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په مرکز او ولایتونو کې هیچا ته د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو د جوړولو، قاچاقو او خرڅولو اجازه نه ورکوي. که بیا هم څوک داسې کار وکړي د دې معینیت د کشفي ادارو له خوا نيول کېږي او محاکمو ته سپارل کېږي. "

د نشه یي توکو د یو شمېر قاچاقبرانو د نیولو خبرونه هم ورکړل شوي
د نشه یي توکو د یو شمېر قاچاقبرانو د نیولو خبرونه هم ورکړل شوي

د ښیښې ترڅنګ نشه يي ګولۍ هم د کېمیاوي نشه يي موادو یوه برخه ده چې په وروستیو وختونو کې يې په افغانستان کې واردول، خرڅول او نیول ډېر شوي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ ویلي چې د دوی نظامیانو په یوه مورد کې د دې ولایت په څلورمه ناحیه کې یو لک و اووه اتیا زره و (۱۸۰) نشه يي ګولۍ نیولي دي، دغه ډول یې په یوه بل مورد کې د همدې ولایت په دوولسمه ناحیه کې څلور نیم زره نشه يي ګولۍ ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو د سروې او پالېسۍ پخواني رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډيو ته وویل، له کومې ورځې راهيسې چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی، قاچاق کوونکو د کېمیاوي نشه يي موادو جوړولو ته ډېر پام کړی دی:

" په افغانستان کې ورځ په ورځ د صنعتي نشه يي موادو تجارت وده کوي. کورنیو مافيايي ډلو له نړیوالو مافیایي ډلو سره په ګډه همکارۍ د نظام د بدلېدو او نشه يي موادو د بیو د لوړېدو له امله ډېرې پيسې ګټلي دي. د صنعتي نشه يي موادو د قاچاقو، رانیولو او خرڅولو لارې خوندي دي چې همدې کار د نشه يي موادو د مافيايي ډلو پام ځان ته وراړولی دی. "

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ښیښه ونیول شوه چې په یوه کال کې يې ټوله اندازه یوازې څلورو کیلوګرامو ته رسېده، خو وروسته يې د هر کال په تېرېدو سره تولید او قاچاق ډېر شو.

که څه هم په افغانستان کې نشه يي ګولۍ نه جوړېږي، خو دا چې ډېر ځوانان په معتاد شوي دي، اوس افغانستان د دې ګولیو په واردوونکي هېواد اوښتی دی.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG