د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسي بنګ کرل کېږي او له ولسوالۍ بهر د چرسو د قاچاق ترڅنګ، په خپله د اریوب ځاځي ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانان په چرسو معتاد شوي دي.
خو دې وروستیو کې د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د سوراڼي خېلو سیمې اوسیدونکو د قومي جرګې په ترڅ کې پریکړه وکړه، هر هغه چا چې له دې وروسته دې سیمه کې بنګ وکرل، نو سل زره افغانۍ به نغدي جریمه کېږي.
د دې سیمې یو قومي مشر عیسی جان ازادي راډیو ته وویل، دا پریکړه یې ځکه وکړه چې د بنګو د کرلو له امله د دې سیمې ګڼ ځوانان په چرسو معتاد شوي.
دی وايي: "موږ شپږ سوه کورنۍ یو او لس تنه شورا لرو، یو ملک لرو، موږ ټولو دا فیصله وکړه چې نور به بنګ نه کرو، څو مو ولسوالۍ ته خیر ورسیږي او ځوانان مو معتاد نه شي. اوس مو قومي تړون کړی او په هغه چا مو یو لک روپۍ ناغه کېښوده چې تر دې وروسته بنګ کري. "
د قومي مشرانو په خبره، یوازې په همدې کلي کې په شااوخوا درې زره جرېبه ځمکه کې بنګ کرل کېدل چې په اوسط ډول یې هر کال شااوخوا تر ۲۰۰۰ ټنو زیات چرس تولیدول، خو اوس یې په ځای د سبزیو پټي او د میوو باغونه جوړ شوي.
محمد عمر جان چې له تېرو څو کالونو راهیسې یې په خپل کلي کې بنګ کرل، اوس یې د سبزیو کرلو ته مخه کړې وایي، اړونده ادارې دې اوس په دې کار کې د دوی لاسنیوی وکړي.
نوموړی زیاتوي: "موږ خو دا غواړو چې ښه ښه تخمونه راشي، سرې راشي، زموږ سره مرسته وشي چې له چرسو نه پرته دا فصلونه ښه حاصل ورکړي او بیا هېڅوک بنګو کرلو ته زړه ښه نه کړي."
د پکتیا کرنې ریاست د دې قومي جرګې له پریکړې هرکلی کوي او له نورو قومونو هم غواړی چې دا د نشه یي بوټو د کرلو پر ضد ورته پریکړې وکړي.
د پکتیا د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټی وایي، د دې ولسوالۍ د بزګرانو لپاره د بدیلو کرنیزو توکو او په سیمه کې د کاري فرصتونو د پیدا کولو لپاره یې پروژې په پام کې نیولي دي.
ښاغلی خروټی زیاتوي: "اوس مو ۲۹ ټنه اصلاح شوي غنم دې ولسوالۍ ته ولیږل، همدا شان حد اقل اته شنې خونې اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې جوړیږی. کوښښ کوو چې بدیل کښتونه ورته پیدا کړو، څو د بنګو کرل کم شي."
د پکتیا د ولایتي شورا د غړو په وینا، د اریوب ځاځیو د ولسوالۍ د ځینو سیمو سربېره په احمدابا، احمدخېل، مېرزاکه او د سیدکرم ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې بنګ کرل کیږي، ترلاسه شوي چرس یې د هېواد نورو ولایتونو ته قاچاقېږي.
دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ: