د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ آی‌ایف‌آرسي: ۳۳ ولایتونه اغېزمن، خلک بې کوره او ناروغۍ خپرې شوي


په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلک ډېر زیانمن کړي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلک ډېر زیانمن کړي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون یا "آی‌ایف‌آرسي" په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو د دوامداره اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې فدراسیون د جولاى مياشتې په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د اقليمي بدلون له امله د رامنځته شويو زيانونو پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

دغه فدراسیون وايي، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۳ یې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله اغېزمن شوي چې د دغو سیمو د خلکو پر ژوند یې ناوړه اغېزې کړي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون د راپور پر بنسټ، په وروستیو میاشتو کې له ۲۸۰زره ډېر کسان په مستقیم ډول د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او یو میلیون نور لا له ګواښ سره مخ دي.

دغه فدراسیون زیاتوي چې سېلاب ځپلي اوس هم د استوګنې د نشتوالي، ساري او پوستکي د ناروغیو په ګډون له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په راپور کې راغلي چې په وروستیو میاشتو کې د سېلابونو له امله ۳۰۰ کسان وژل شوي، ۴۰۵۰۰ کورونه زیانمن شوي چې له دې ډلې څخه ۱۴۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي، ۱۸۴۲۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

په غور کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په غور کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، سره له دې چې د دوی په سیمو کې شاوخوا دوه میاشتې له سختو سېلابونو اوړي، خو لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د بغلان یو سېلاب ځپلي پاچا خان ازادي راډيو ته وویل چې لا هم په خېمو کې ژوند کوي او د اوبو وړي ژوند د بیا رغولو لپاره هېڅ نه لري.

هغه وویل: "زموږ کوټې همغسې خټې دي، اوبه په کې دننه شوي، يوه کوټه مې درلوده چې درز يې کړى، اوس وايم داسې نه‌شي چې زلزله شي او راچپه شي، په خېمه کې ژوند کوو، ځو ښار ته ١٠ يا ١۵ روپۍ يخې اوبه اخلو راوړو يې، يخچال نه لرو هېڅ نه لرو."

حمید وايي: "که کور او استوګنه ونه لرئ او ستاسو هر څه سېلاب وړي وي نو کومې ستونزې به وي چې تاسو يې ونه لرئ؟

د غور ولایت یوه بل اوسېدونکي حمید هم ازادي راډیو ته وویل: "که کور او استوګنه ونه لرئ او ستاسو هر څه سېلاب وړي وي نو کومې ستونزې به وي چې تاسو يې ونه لرئ؟ موږ لا پلاستيکي کوزې ګيلاس ته اړتيا لرو چې اوبه وڅکو، موږ غوړي او يو من اړو ته اړتيا لرو، يو مثقال چاى ته اړتيا لرو، اغوستلو لپاره جامو ته اړتيا لرو په اصطلاح هېڅ نه لرو."

له دغو سېلاب ځپلو سره د مرستو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سايق او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل شول، خو د دې راپور ار خپرېدو پورې يې پوښتنې ځواب نه کړې.

سېلاب ځپلي وايي چې له مرستې پرته نوى ژوند نه‌شي پيلولى.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د دوشنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د بودیجې د کمښت له امله یې د اوږدمهاله او حياتي مرستو چې زرګونه سېلاب ځپلو ته د استوګنې په کې شاملې دي، ځنډولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG