د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

افغانستان کې طبيعي پېښې او زيانونه؛ معاذ: ډېری خپلوان مې ايران ته کډوال شول


د سېلابونو يو انځور
د سېلابونو يو انځور

يو شمېر افغانان چې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي له هېواده وتلي دي.

معاذ چې د فارياب ولايت د ميان درې د نوای خشک سيمې اوسېدونکی دی وايي: "موږ غنم، وربشې او د جوارو کروندې درلودلې، ځینې یې ویجاړې شوې، کورونه ویجاړ شوي، زموږ د کلي نښلېدونکي لارې او سړکونه ډېر خراب شوي."

دغه راز معاذ وايي، له سېلابونو وروسته يې ډېرى خپلوان د خپل اوبو وړي ژوند د رغولو په موخه په غير قانوني توګه ايران ته کډه شوي دي.

کورونه ویجاړ شوي، زموږ د کلي نښلېدونکي لارې او سړکونه ډېر خراب شوي."
معاذ سېلاب‌ځپلی

د ده په خبره، شيراز او بندر عباس د ايران هغه ښارونه دي، چې ډېرى خپلوان يې هلته کار موندلو ته تللي.

نوموړى د نورو خپلوانو تر څنګ د خپلو ١١ د تره زامنو خبره هم وکړه، چې وايي د سختې بې‌وزلۍ له امله ایران ته کډوال شول.

هغه وايي: "ښايي د ١٥٠تر ٢٠٠ کورونو چې زموږ خپلوان او د تره زامن په‌کې دي، ٦٠ يا ٧٠ کسان ايران ته تللي وي، هلته کار کوي، ټول د کار سړي دي."

د غور اوسېدونکی اسد وايي، د لوېديځې حوزې د تېر کال د اکټوبر میاشتې زلزلې او د سږکال د سېلابونو له امله د ده ورور او زوی چې په یوولسم ټولګي کې وو، د يوې مړۍ ډوډۍ د موندلو په موخه د کار لپاره ایران ته تللي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په هرات کې زلزله وشوه، زموږ کور ډېر زيان وليد، موږ د تورغونډۍ د مرز خواته یو، زلزلې یو میاشت خلک زیانمن کړل، کورونو يې درَزونه وکړل، بيا سږکال ويجاړونکي سېلابونه راغلل نور خلک اړ شول چې د يو مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره یوه بله لاره ومومي."

افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زيانونه واوښتل.
افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زيانونه واوښتل.

دغه سېلاب او زلزله‌ځپلي شکايت کوي چې بشري مرستې نه‌دي ور رسېدلي او که رسېدلي هم وي، دومره نه‌دي چې ژوند یې پرې ورغول شي.

د باميانو ولايت اوسېدونکې رحيمه چې د زلزلې پر مهال د هرات په جبراييل سيمه کې اوسېده ازادي راډيو ته يې وويل: "په هرات کې وو چې زلزله وشوه، زما کور ډېر زيانمن شو، د زلزلې له امله موږ ايران ته راغلو، دلته هم دا چې غیرقانون کډوال وو ستونزې ډېرې وې، خاوند مې دوه - درې میاشتې کارته نه‌تللو، زه درې - څلور میاشتې د خپلې مور په کور کې وم ، اوس مو تازه یو کور او سرپناه ځانته پیدا کړې ده."

د هرات ولایت اوسېدونکی حسن‌زاده هم ایران ته د خپلې کډوالۍ په اړه وايي: "کله چې زلزله پای ته ورسېده، زه ایران ته کډه شوم، ځکه چې کوم کور چې موږ په‌کې اوسېدو هم کرايي و، کور په بشپړه توګه درَز شوی و، ما د هرات په قلعه ارګ کې خېمه درلوده، ځکه چې زموږ کورونه په بشپړه توګه درز شوي وو."

هرات کې تېر کال مرګوني زلزله وشوه چې زرګونه کورونه يې ويجاړ کړل.
هرات کې تېر کال مرګوني زلزله وشوه چې زرګونه کورونه يې ويجاړ کړل.

دغو افغانانو په‌داسې حال کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د خوراک او څښاک د ستونزو په خاطر هېواد پرېښی او کډوالۍ ته اړ شوي چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان “اى‌او‌ايم” د خپرو شویو شمېرو له‌مخې، په تېرو درې مياشتو کې پنځه لکه او ٣٢ زره افغانانو خپل هېواد پرېښى دی.

ياد سازمان د افغانانو د کډوالۍ اصلي لامل اقتصادي او امنیتي ستونزې بولي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان هره ورځ د پام وړ شمېر بې‌اسناده افغان کډوال له خپلو هېوادونو وباسي او دا بهير یې چټک کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG