د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو دوام؛ د میدان وردګ ځینې سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي


ارشیف: په میدان وردګ کې له دې مخکې هم سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي وو.
ارشیف: په میدان وردګ کې له دې مخکې هم سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي وو.

د میدان وردګ ولایت یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، سېلابونو ورته درانه مالي زیانونه اړولي او مرستو ته جدي اړتیا لري.

د دې ولایت د مرکز او جلریز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې سېلابونو او بارانونو د شنبې په ماښام یوځل بیا دوی زيانمن کړل.

دوی وايي، مرستې ورسره نه دي شوي او باید لاسنیوی یې وشي.

د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې یوې سېلاب ځپلې شفیقې ازادي راډيو ته وویل: "موږ ځمکې، څاروي او هر څه له لاسه ورکړل، که چا مرسته کړي وي نو موږ ته یې راوښیئ ځکه جدي اړتیا ورته لرو."

د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ یو کروندګر محمد رفیع وايي چې د سېلابونو له امله یې ټوله کرونده له منځه تللې ده.

نوموړي ازادي راديو ته وويل: "موږ د ځمکو خاوندان یوو، دلته د ځمکو خاوندانو ته هر کال د سېلابونو له امله زيات زیانونه رسېږي او د بیا جوړولو توان يې نه لري، زموږ یوازينۍ هيله همدا کرنې دي، که دا له منځه لاړې، نو خلکو ته هیڅ هم نه پاتې کېږي."

سېلابونو تېر میلادي کال هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.
سېلابونو تېر میلادي کال هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.

د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د والي دفتر د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د چارواکو په حواله ویلي چې د میدان ښار اړوند او جلریز ولسوالۍ په کهنه خمار سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله کرنیزې ځمکې، سړکونه، استنادي دېوالونه او پلونه ویجاړ شوي دي.

خو دغې ادارې په دې اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړي.

تېره اوونۍ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم سختو سېلابونو او توپانونو خلکو ته زیانونه اړولي وو.

د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ اوسېدونکي پروېز ازادي راډيو ته وويل: "له پېښې وروسته د کورونو ټول دېوالونه نړېدلي او کورونه ویجاړ شوي، د سیمې خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي او د سېلابونو او تو پانونو له کبله ډېر کسان وژل شوي دي."

تېره اوونۍ شدیدو بارانونو او توپان د ننګرهار سرخرود او نورو سیمو کې خلکو ته زیانونه اړولي.
تېره اوونۍ شدیدو بارانونو او توپان د ننګرهار سرخرود او نورو سیمو کې خلکو ته زیانونه اړولي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د یکشنبې په ورځ په خپلې ایکسپاڼه کې د افغانستان په شمال ختیځ کې وروستيو سېلابونه ته په اشارې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون د څپو پر وړاندې زیانګالو کې هېواد دی.

د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې چې د نورو ناورینونو د مخنیوي لپاره له افغانانو سره لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.

د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او مالي زیانونو او د مرستو د بهیر په اړه د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له ویاند ملا جانان صادق نظر وپوښتل شول، خو هغه په دې اړه ازادۍ راډیو ته څه ونه ويل.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د اوونۍ په پای کې په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه سازمان غواړي د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د وروستیو طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره همغږي وکړي.

د دوجاریک په قول د لومړنیو شمېرو له مخې په دې پېښو کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي.

کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یکشنبې په ورځ په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بدخشان، پکتیا، لوګر او خوست ولایتونو کی د سختو سېلابونو او بارانونو د پېښېدو وړاندوینه کړې وه.

XS
SM
MD
LG