د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

مرګوني بارانونه، سېلابونه او توپان؛ اوچا: زیانمن خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري


په ننګرهار کې وروستیو بارانونو او توپان خلکو ته د درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په انځور کې ښکاري چې د ننګرهار په سرخ رود کې یو کور نړېدلی دی.
په ننګرهار کې وروستیو بارانونو او توپان خلکو ته د درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په انځور کې ښکاري چې د ننګرهار په سرخ رود کې یو کور نړېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې د وروستیو شدیدو بارانونو او سېلابونو زیانمنې شوې کورنۍ په بېړنۍ توګه خوړو، سرپناه، روغتیایي او د حفظ الصحې خدمتونو ته اړتیا لري.

اوچا په ریلییف ویبپاڼه کې نن پنجشنبې په یوه بیان کې ویلي چې د روانۍ اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې د ورځو شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو په ولسوالیو کې د ۴۰ کسانو د مړیني او ۲۵۱ کسانو د ټپي کېدو سبب شوي دي.

پر دې سربېره دغو ورښتونو او سېلابونو بنسټیزو تاسیساتو ته هم ډېر زیانونه رسولي دي.

اوچا ویلي، په داسې حال کې چې د زیانمنو ارزونه روانه ده، خو لومړنیو راپورونه ښیي چې لږترلږه ۷۴۳ کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

پر دې سربېره ۵۷۳ کورونه هم زیانمن شوي یا بشپړ ویجاړشوي دي.

اوچا ویلي چې په تورخم کې د نویو راستنېدونکو کډوالو د چارو مرکز ډېر زیانمن شوی او په‌کې د اوبو، روغتیایي او د حفظ الصحې تاسیسات ویجاړ شوي او په نژدې، عمري کمپ کې هم ۴۰۰ خیمې زیانمنې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG