د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

ختیځ کې د باران ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل؛ ملګرو ملتونو له زیانمنو سره په مرستو ټینګار کړی


په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د باران او توپان ځپلي یوه ځايي اوسېدونکې کور.
په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د باران او توپان ځپلي یوه ځايي اوسېدونکې کور.

د افغانستان ختیځ په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې نن له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې د بارانونو د ورېدو اټکل کېږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وړاندوینه کوي چې په دغو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو امکانات شته.

دا هغه ولایتونه دي چې د تېرې اوونۍ له دوشنبې راهیسې سېلابونو او توپانونو په‌کې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

ملګرو ملتونو له دغو سېلاب ځپلیو سره پر مرستو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي چې د دغو سېلاب ځپلیو د سرپناه غم باید وخوړل شي.

په ننګرهار کې تر ټولو زیاته د سرخرود ولسوالي ځپل شوې ده.

په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د باران او توپان له کبله مالي زیانونه هم اوښتي دي.
په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د باران او توپان له کبله مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د هبت‌الله په نوم د دې ولسوالي یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې بې‌نظمه مرستې شوي دي.

د سرخرود اوسېدونکی هبت‌الله وايي: زموږ له بهرنیو موسسو دا غوښتنه ده چې دې برخې ته دې ډېره توجه وکړي، مالي مرسته دې وکړي، د روغتیا په برخه کې دې مرسته وکړي چې په دې برخه کې یې هېڅ مرسته نه ده کړې.

هغه وايي: "دوی راغلي دي له بعضې خلکو سره یې مرسته کړې ده، په مجموع کې یې له ټولو سره مرسته نه ده کړې یا راغلې دي له یوه کور سره یې مرسته کړې، دا زما پلار شهید شو، ورور مې زخمي دی، بیخي کومه موسسه نه ده راغلې، بعضې راغلي دي د ډاډګېرنې لپاره یې څه ویلي، خو مرسته یې نه ده کړې. د حکومت خو هیڅوک نه دي راغلي، دا سیمې ډېرې تخریب شوي دي، حکومت پرېږدئ زموږ له بهرنیو موسسو دا غوښتنه ده چې دې برخې ته دې ډېره توجه وکړي، مالي مرسته دې وکړي، د روغتیا په برخه کې دې مرسته وکړي چې په دې برخه کې یې هېڅ مرسته نه ده کړې."

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سږ ۲۰۲۴م کال لپاره له نړیوالو د درې میلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند په وینا تر دې دمه ۷۲۰ میلیونه ډالر مرسته راغونډه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اوونۍ په پای کې وویل چې ملګري ملتونه له خپلو شریکانو سره یوځای په افغانستان کې له طالبانو سره په همغږۍ غواړي چې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شویو ستونزو غم وخوري.

دوجاریک زیاته کړه چې د ابتدایي شمېرو له مخې دغو سېلابونو او ورښتونو تر ۴۰ ډېر کسان وژلي او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

د ننګرهار د سرخرود یوه اوسېدونکي سمیع‌الله د تېرې اوونۍ د سېلابونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "سخته ږلۍ وه، ورسره سخت توپان و چې له بده مرغه یې زموږ په ګاونډ کې دوه تنه شهیدان کړل، ورسره څو تنه نور ټپیان شول، دلته به داسې کور نه وي چې هغوی ته یې په یوه نه یوه ډول تاوان نه وي رسولی، د خلکو کورونه یې وران کړل، دېوالونه یې ورړنګ کړل، نه یوازې دا چې خلکو ته یې ځاني زیانونه واړول په پراخه کچه یې خلکو ته مالي زیانونه واړول، د خلکو کروندې یې مکملې له منځه یووړلې، دلته شنه فصلونه وو، جوار وو، مختلف نور فصلونه وو، باغونه وو د لیمو باغ، د شفتالو باغ، اوس یو ډکی هم نه دی پاتې."

د افغانستان ختیځ ننګرهار کې د وروستیو بارانونو او توپانونو له کبله د دغه کور دېوالونه نړېدلي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار کې د وروستیو بارانونو او توپانونو له کبله د دغه کور دېوالونه نړېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښکاره کړې چې د افغانستان په ختیځ کې د یو شمېر سړکونو، پلونو او پلچکونو د تخریب له امله تر اوسه هم لرې پرتو سیمو ته د ژغورنې ډلې نه دې رسېدلې چې ممکن دغو سیمو ته د ژغورونکو له رسېدو سره د ځاني او مالي زیانونو له نویو شمېرو خبر شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG