په داسې حال کې چې د نوي تعلیمي کال پیل ته څو ورځې پاتې دي، یو شمېر افغان کورنۍ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولای د پخوا په څېر خپلو ماشومانو ته د ښوونځي لپاره وسایل واخلي.
دوی وايي، د بېوزلۍ او ناسم اقتصادي وضعیت له امله د خپلو ماشومانو ښوونځي تګ ته د تېر په څېر چمتووالی نه لري.
کابل مېشتې نفیسه وايي، پخوا به یې هر کال خپلو ماشومانو ته نوې جامې، د ښوونځی بکس او قرطاسیه اخیسته، خو اوس ماشومان یې د درېیم پرلهپسې کال لپاره زاړه توکي کاروي.
نفیسه وايي: تر اوسه پورې مو ماشومانو ته هیڅ هم نه دي اخیستي. ماشومان همداسې په زړو جامو او بوټانو کې ښوونځي ته روان دي.
هغه وايي: "پخوا به مې ماشومانو ته نوې جامې، بوټونه او بکسې اخیستل. سږ کال مو چې اقتصاد ښه نه دی خاوند مې وزګار دی ، کاروبار نهشته. تر اوسه پورې مو ماشومانو ته هیڅ هم نه دي اخیستي. ماشومان همداسې په زړو جامو او بوټانو کې ښوونځي ته روان دي."
د کابل ښار اوسېدونکې او د درېیو ماشومانو مور شمسیه هم چې د کور یوازېنۍ ډوډۍ ګټوونکې وه او اوس د طالبانو د بندیزونو له امله وزګاره او په کور ناسته ده، وايي: "دوه کاله کېږي چې ماشومان مې د مکتب په زړو کالو کې ځي. دا دی بیا کال رانوی شو، خو زه وس نه لرم چې دوی ته د مکتب یونیفورم واخلم، کتابچې واخلم، بوټونه یې زاړه دي، په چا د مکتب کالي لنډ دي په چا تنګ دي، زه وسه نه لرم چې نوي ورته واخلم، زه یې لا د کتابچو او قلمونو پېرلو ته حیرانه یم."
دا په داسې حال کې ده چې د ښوونځي د وسایلو یو شمېر پلورونکي هم وایي چې د دوی کار د پخوا په پرتله پیکه شوی دی.
د کابل په کارته نو سیمه کې، د ښوونځي د وسایلو توکو پلورونکی محمد سمیع وايي، په تېرو کلونو کې به یې دا مهال کار ښه چلېده، ځکه کورنیو به خپلو ماشومانو لپاره، د نوي تعلیمي کال چمتووالی نیوه او د ښوونځي توکي به یې ورته اخیستل، خو اوس یې کاروبار خراب شوی دی.
هغه وویل: "دا اوس حیرانه یو چې څه وکړو، کاروبار نه شته. نوی مال هم نه شو راوړلی. که مال راوړو څوک یې نه اخلي. ډېر کم خلک که راشي. د پخوا په پرتله مو کار او بار ډېر خراب شوی دی."
مخکې یو شمېر قرطاسیه پلورونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو د نجونو په راګرځولو سره هم د دوی کاروبار سوړ شوی دی.
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو په تېره بیا د ښځو په کار له محدودیتونو وروسته په دغه هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې به سږ کال نږدې ۲۴ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.