معتادین وايي چې ډېری کورنۍ د ټولنې د پېغور له امله دې ته غاړه نه ږدي چې د درملنې په بهير کې د دوی ملاتړ وکړي.
د معتادینو د درملنې په ځينو مرکزونو کې د روغتيايي او اجتماعي کارکوونکو له کموالي سره په دې مرکزونو کې له معتادینو سره د ښه چلند او د هغوی د ساتنې او پالنې په اړه کورنیو ته عامه پوهاوی ورکول هم کم شوی دی، له همدې امله معتادین د کورنیو ملاتړ له لاسه ورکوي او يوازې پاته کېږي.
له دې معتادینو څخه یوه هم زرمینه ده چې په ډېر مشکل سره يې ځان په یوه روغتيايي مرکز کې بستري کړی او د ځان درملنه يې کړې ده، خو کله چې له روغتيايي مرکز څخه رخصت شوې د کورنۍ د ملاتړ او سرپناه نه درلودلو له امله بيرته معتاده شوې او اوس بیا غواړي چې درملنه یې وشي:
هغه وايي: "د نشه يي موادو رانیولو لپاره مې د کور سامانونه خرڅ کړي دي، کالي او د کور هر څه مې په دې لاره کې ولګول، اوس په کور کې هیڅ هم نه لرو. کله چې نشه يي مواد نه وي مجبوره يې د کور سامان خرڅ کړې. کله چې زه معتاده شومه خسرخېلو او خاوند مې موږ ټول له کوره وشړلو، اوس ځای نه لرو او پر ډاګ پاته یو."
د معتادینو د درملنې مرکزونو اجتماعي کارکوونکي وايي، نه يوازې دا چې کورنۍ او ټولنه د اعتیاد له زیانونو ناخبره ده، بلکې له معتاد سره د مناسب چلند کولو په اړه هم نه پوهېږي.
د کابل ولایت یوه اوسېدونکې خدیجه وايي، له معتادینو سره نامناسب چلند کول د دې سبب کېږي چې د یوه معتاد پر ځای خلک د معتاد له ټولې کورنۍ څخه خلک کرکه وکړي، په داسې حالاتو کې کورنې دې ته اړايستل کېږي چې د خلکو له شرمه خپل معتاد غړی له کوره وشړي.
هغه وايي: "زموږ ګاونډی چې کله معتاد شو غلا ته يې هم لاس ورواچاوه. يوه ورځ چې زموږ د کور دروازه خلاصه وه زموږ کور ته راغلی و او زموږ له کوهي څخه يې آب بازک یا اوبو راایستلو ماشین غلا کړی و. کله چې به د خوښۍ په مېلمستیا کې د دې معتاد له مېرمنې او اولادونو سره مخامخ کېدلو دوی ټول به ډېر شرمېدل او ځورېدل. کله چې به زموږ ګاونډيانو له دې مېرمنې څخه وپوښتل چې ایا خاوند دې اوس هم معتاد دی او غلا کوي؟ نو دا به ډېره شرمېدله او ژړل به يې، آن دا چې کله کله به له شرمه محفل ته نه راتله."
په کابل کې د معتادینو د درملنې یوه مسووله ډاکتره ښایسته حکیم وايي چې زموږ ناروغانو ته تر درملنې او روغتيايي مرکز څخه تر رخصت کېدو وروسته په ټولنه کې په سپکه سترګه کتل کېږي، له همدې امله معتادین د کار او مصروفیت په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او بيرته نشو ته مخه کوي.
هغه وايي: "د افغانستان ډېری خلک، آن دا چې روشنفکره او هوښيار خلک معتاد ته په سپکه سترګه ګوري، ټولنه او کورنۍ خو څه کوې چې څوک يې د کار په ساحه کې هم نه پرېږدي. که د معتاد درملنه وشي بیا هم وايي چې دا معتاد دی، له وظيفې څخه يې شړي او ټولنه يې نه مني."
نړیوال روغتیايي سازمان اعتیاد ناروغي بولي او د معتادینو له کورنیو څخه غواړي چې تر درملنې وروسته هم لږ تر لږه تر یوه کاله پورې د هغوی ملاتړ وکړي، خو په افغانستان کې د اعتیاد په برخه کې د جامع، ګټورو او موثرو پروګرامونو د نشتوالي له امله معتاد ته د مجرم په سترګه کتل کېږي او له دې امله معتاد ته دا فرصت په لاس نه ورځي چې بيرته له ټولنې سره د یوه سالم انسان په ډول یو ځای شي.
د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا