مېلر: د دوحې ناسته کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ګډون کوي

د عکس پاسنۍ برخه کې ښي لور ته د د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او لاندې برخه کې چپ لور ته د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او رینا امیري ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي وروسته له هغې چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې له افغان ښځو او مدني ټولنو سره د معناداره تعامل په اړه ډاډ ترلاسه کړ، چمتو دي چې په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د دغه هېواد ځانګړې استازې رینا امیري به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

نوموړي وویل، متحده ایالات د دې لپاره د دوحې په ناسته کې ګډون کوي چې په نړیوالو ټولنې خپل ټینګار ته دوام ورکړي څو طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه چې د ده په خبره اوسمهال ترې سرغړونه کېږي خپلې ژمنې عملي او د دوحې د هوکړې په اړه جدي عمل وکړي.

مېلر وویل: "مګر موږ باید په یاد ولرو هغوی هغه مهال په دې ناسته کې ګډون ته متعهد شول چې د غونډې د بنسټیزې اجنډا په اړه یې وضاحت ترلاسه کړ او تر ټولو مهمه دا چې دا تایید یې ترلاسه کړ چې په دې ناسته به افغان مېرمنې او د مدنې ټولنې استازو سره به معنا داره تعامل کېږي."

بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان یوځل بیا د دوحې له درېیمې غونډې څخه د افغان ښځو پر لرې کولو نیوکه کړې ده.

دغه سازمان تازه په خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې ویلي چې د غونډې اجنډا بشري حقونه مستثنی ګرځوي او دغه شان د غونډې له اصلي اجنډا د افغان مېرمنې ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته درې ورځې وروسته د طالبانو، یو شمېر سازمانو او د ۳۰ هېوادونو د استازو په برخې اخیستو پیلېږي.

مېرمن فروتن وايي: هر څوک چې د دوحې په ناسته کې ګډون کوي او غواړي د افغان مېرمنو غږ ووسي موږ یې هرکلی کوو.

په ورته وخت کې په اروپا کې د افغانستان د سولې کمېټې د ښځو د برخې مسوولې رودابې فروتن په دې ناسته کې د امریکا د ځانګړو استازو د ګډون په اړه ازادي راډيو ته وویل: "هر څوک چې په دې ناسته کې ګډون کوي او غواړي د افغان مېرمنو غږ ووسي موږ یې هرکلی کوو، خو دا چې لاسته راوړنې به یې څه وي، باید د ناستې پای ته انتظار وکړو او وګورو چې څه وویل شول او څه پایله به ترلاسه شي."

اخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوتنبایووا سره په لیدنه کې د دوحې د درېیمې ناستې پر اجنډا او د طالبانو د پلاوي پر جوړښت خبرې کړي او ویلي یې دي چې طالبان د نشه‌يي توکو اوپه مالي او بانکدارۍ برخو کې د تحریمونو په اړه بحثونو ته اماده دي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوحې په درېیمه ناسته کې د دوی د پلاوي مشري کوي.

په افغانستان کې د یوناما مشرې تېره اوونۍ ویلي وو چې د دوحې د درېیمې غونډو په مهمو بحثونو کې به د افغان ښځو او مدني ټولنې استازي ګډون ونه کړي.

دغه اعلان د ښځو د حقونو د فعالانو توند غبرګونونه راوپارول.

تر دې مخکې په دې غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنې استازو ته د نه ګډون پرېکړه د نورو نړیوالو سازمانو له غبرګونونو او انتقادونو سره مخ هم شوې ده.

خو تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د دغه سازمان سیاسي مرستیاله روزماري ډیکارلو به د جولای په دوهمه د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره وګوري.