نن د ډسمبر نهمه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې دا هېواد د بېلابېلو حکومتونو پر مهال له اداري فساده اغېزمن شوی دی.
يو شمېر افغانان ادعا کوي چې د طالبانو د درېیو کلنې واکمنۍ په لړ کې په دولتي ادارو کې د اداري فساد لا هم شته.
د ننګرهار یوې اوسېدونکې سحر وویل چې د طالبانو د پاسپورټ ریاست کې د اداري فساد له امله ونه توانېدله چې خپل پاسپورټ په وخت ترلاسه کړي.
هغې ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د دې ادارې کارکوونکو ترې د پاسپورټ د ورکړې لپاره ۱۰۰۰ ډالره رشوت غوښتى و.
هغه وویل: "د پاسپورټ په اداره کې داسې کسان وو چې د پيسو په بدل کې خلکو ته پاسپورټونه ورکول، ما هم له ډېر کوښښ وروسته د دې کسانو له ډلې یو پیدا کړ، هغه د پیسو غوښتنه وکړه، خو زه د هغې پر ورکړې ونه توانېدم، د پاسپورټ د نشتون له امله مې ډېرې موقعې او چانسونه له لاسه ورکړل، کله چې مې ورته اړتیا لرله، د پراخ فساد د شتون له امله مې ترلاسه نه کړ."
داسې ادعاوې هم شته چې د طالبانو حکومت د فساد اړوند مسایلو د افشا کولو د مخنیوي لپاره د رسنیو فعالیتونه ځپلي.
خو په دې اړه ګڼ تورونه شته چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې د اداري فساد موجودیت، لکه غیرمسلکي ګمارنې، د کانونو له منابعو غیرقانوني ګټه اخیستنه د بشري مرستو د وېش په چارو کې لاسوهنه او ورته نورې اندېښنې شاملې دي.
په تېرو درېیو کلونو کې راپورونه وايي چې د طالبانو د حکومت چارواکو په ځینو ادارو کې کارکوونکي له کار ګوښه کړي او پرځای یې خپل نږدې کسان مقرر کړي دي.
اکمل، چې د کابل اوسېدونکی دی، وایي چې درېیو کاله وړاندې یې همدې دلایلو له امله خپله دنده له لاسه ورکړه.
اکمل وايي: اوس هغه وظیفه نهشته ځوانان اوس عاید نهلري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په اوسني دولت کې د واسطې او اړیکې پر بنسټ خلک مقررېږي او موږ ځوانان په اسانۍ سره دنده ترلاسه کولی نهشو.
هغه ازادي راډيو ته وویل: "زه د نړیوال بانک کارکوونکی وم، درې کاله مخکې مې همدا دنده درلوده چې له مالي استقلال مې درلود. زما د کاري وړتیا کچه هم په دې دنده کې ډېره لوړه شوې وه، خو اوس هغه وظیفه نهشته ځوانان اوس عاید نهلري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په اوسني دولت کې د واسطې او اړیکې پر بنسټ خلک مقررېږي او موږ ځوانان په اسانۍ سره دنده ترلاسه کولی نهشو."
بلخوا ځینې افغانان چې په نړیوالو مرستندویه موسسو کې کار کوي، وایي چې د طالبانو لاسوهنې د دوی فعالیتونه ګډوډ کړي او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.
یو افغان ځوان چې اوسمهال په یونېسف کې کار کوي، وایي چې طالبان د مرستندویه موسسو په کارونو کې ستونزې جوړوي.
هغه د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او اصلي غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "هغه سیمې چې موسسې یې سروې کوي، طالبان هلته کارکوونکو ته ستونزې جوړوي، موسسې باید د تفاهملیک مطابق په ځانګړو سیمو کې کار وکړي، خو طالبان هغوی مجبوروي چې په نورو سیمو کې هم کار وکړي، دا ستونزې ډېرې زیاتې دي، موسسې کار نهشي کولی، هر ریاست او وزارت خپلې غوښتنې لري. زما غوښتنه له طالبانو دا ده چې دې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي."
د نړیوالو مرستندویه ادارو چارواکو هم په وار وار د طالبانو د لاسوهنو له امله اندېښنه ښودلې ده.
خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.
هڅه وشوه چې د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیحالله مجاهد څخه د دوى په ادارو کې د اداري فساد د موجودیت په اړه پوښتنه وشي، خو هغه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
د طالبانو حکومت چارواکو مخکې ادعا کړې وه چې د اداري فساد پر وړاندې په جدي توګه عمل کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روڼتيا نړیوال سازمان مخکې ويلي وو چې چې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د اداري فساد کچه د ۲۰۲۲م کال په پرتله زیاته شوې ده.
دې سازمان شاوخوا لس میاشتې وړاندې راپور ورکړ چې افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې د روڼتيا له نظره ۱۶۲ ځای نیولی او یوازې ۲۰ امتیازونه یې ترلاسه کړي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې شنونکي وایي، د دې ستونزې پر وړاندې مبارزه پراخو اقداماتو، ولسي یووالي، او پیاوړې سیاسي ارادې ته اړتیا لري.
امرخيل وايي: د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه پراخو اقداماتو، د خلکو یووالي او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري، هغه لارې چارې چې وړاندې یادې شوې، کولی شي افغانستان روڼتیا ته ورسوي، خو له بده مرغه په اوسني نظام کې چې یو تړلی نظام دی، چاته اجازه نه ورکول کېږي چې فساد ښکاره او افشا کړي.
د مخکېني حکومت د اداري فساد مبارزې مشر خانزمان امرخېل وایي: "روڼتیا او حساب ورکونه، د نظارتي ادارو پیاوړتیا، د قانون حاکمیت ټینګښت، د عامه پوهاوي او روزنې زیاتوالی، د معلوماتي ټکنالوژۍ څخه استفاده، دا ټول هغه لارې دي چې د اداري فساد سره د مبارزې لپاره اړین دي. په پایله کې باید ووایم چې اداري فساد نه یوازې په افغانستان کې د ملي پرمختګ مخه نیولې ده، بلکې د عامه باور ناورين یې هم رامنځته کړی دی. د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه پراخو اقداماتو، د خلکو یووالي او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري، هغه لارې چارې چې وړاندې یادې شوې، کولی شي افغانستان روڼتیا ته ورسوي، خو له بده مرغه په اوسني نظام کې چې یو تړلی نظام دی، چاته اجازه نه ورکول کېږي چې فساد ښکاره او افشا کړي."
ملګرو ملتونو د دسمبر نهمه د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي چې نړۍ له ګڼو ننګونو، تراژیدیو، نابرابریو او بېعدالتیو سره مخ ده چې ډېری یې له فساده سرچینه اخلي.
دوی د دې ورځې نمانځل یو فرصت ګڼي چې هېوادونه د فساد ضد قوانینو او سیاستونو پلي کولو ته وهڅوي.