د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۶

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت: د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا تړل شوې ده


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د لوګر ولایت یوه اوسېدونکې وايي ورور یې له خپلې میرنې او وړو ماشومانو سره تېره شپه له کابله د کندز پر لور حرکت کړی خو د سالنګ لارې د بندیدو له امله اوس په لاره بند پاتې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي سه شنبه د دسمبر ۳۰ مه ازادي راډيو ته وویل:

"زما ورور له خپلې کورنۍ سره پرون ناوخته کندز ته حرکت وکړو، خو د لارې د بندیدو له امله اوس هلته پاتې دي، هغوی سره ماشومان هم دي او میرمن یې هم ناروغI ده زه نه پوهیږم چې د هغوی وضیعت به څنګه وي."

خو یوازې مسافر نه دي چې د سالنګ لارې د بندیدو له امله له ستونزو سره مخ دي بلکې یو شمېر سوداګر او د بار وړونکو شرکتونو مسوولین هم وایي چې د دغه لارې د تړل کېدو له امله په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټر یې درېدلي دي.

د بلخ ولایت یو سوداګر خیرالدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

زموږ موټر د مالونو د لېږد په حال کې دي، خو د لارې د تړل کېدو له امله موټر ټول ولاړ دي

"موږ د اوړو، تیلو، ساختماني موادو او سون توکو واردات کوو، همدا اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم زموږ موټرې د مالونو د لېږد په حال کې دي، خو د لارې د تړل کېدو له امله موټر ټول ولاړ دي، موږ د سالنګ د مسوولینو او د ټولګټو چارږ له وزارت څخه غوښتنه لرم چې د هوا له ښه کېدو سره سم ژر تر ژره لاره پرانیزي."

محمد نبي چې د یو بار وړونکي شرکت مسول دی وايي د دغه ډول حالاتو په رامنځته کېدو باید د سالنګ په بدیلو لارو فکر وشي:

" سالنګ د خوراکی او غیر خوارکي موادو د انتقال مهمه او لویه لاره ده، که بدیله لاره ونه موندل شي نو د ژمي په موسم کې چې کله توفان او واوره زیاته وي نو دا لاره په ورځو ورځو بندیږي او موږ نه شو کولای د مرکز او ولایتونو تر منځ راکړه ورکړه وکړو نو بیا طبعا د توکو بیې لوړیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت یو ځل د هوا د خرابو شرایطو له امله د سالنګ د لویې لارې د بندیدو خبر ورکړی دی.

د دې وزارت ویاند اشرف حق‌ شناس سه شنبه د دسمبر ۳۰مه، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د سالنګ لویه لاره سهار ۲ بجې او ۴۰ دقیقې د درنې واورې سختو طوفانونو او غبار له امله د مسافر وړوکو او بار وړونکو موټرو پر مخ په موقتي ډول تړل شوې ده.

نوموړي ویلي چې د لارې د تړل کېدو هدف د ځاني او مالي تلفاتو مخنیوی دی او له خلکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ په لور له حرکت ډډه وکړي.

دا لاره نږدې یوه نیمه اونۍ مخکې هم د سختې واورې او طوفان له امله تړل شوې وه.

دا سالنګ لاره په داسې حال کې د واورې او توفان له امله د ترافیکو پر مخ تړل کیږي چې اوس مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره له څه دپاسه دوه میاشتو راهیسي تړلې ده.

د روان کال د اکتوبر په ۱۰ مه د کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته پاکستان دغه لارې په یو اړخیز ډول وتړلې چې له امله یې د دواړو لوریو سوداګرو ته د پام وړ مالي زیانونه واوښتل.

سالنګ لویه لاره د افغانستان له مهمو ترانزیټي لارو څخه ده چې د دې هیواد نهه شمالي او شمال‌ختیځ ولایتونه له کابل سره نښلوي، او هره ورځ سلګونه وسایط پرې تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست هم سه شنبه د دسمبر ۳۰ مه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د درنې واورې، باران او سختو بادونو وړاندوینه کړې ده.

هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندی، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا او نورستان هغه ولایتونه یاد شوي چې په کې د اورښتونو واورې او باران د ورېدو اټکل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې، په دې ولایتونو کې به د واورې کچه له ۱۰ تر ۴۵ سانتي‌مترو پورې او د باران اندازه هم له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو پورې وي.

XS
SM
MD
LG